د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان پرېکړه وځنډوله


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوی څارنوال سترې محکمې ته ویلي چې ولسمشر دغه پریکړه تائید کړې وه
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوی څارنوال سترې محکمې ته ویلي چې ولسمشر دغه پریکړه تائید کړې وه

د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد د صدراعظم هغه پریکړه په موقت ډلو وځنډوله چې له مخې یې د دې هیواد د ځواکمن پوځ د مشرجنرال قمرجاوید باجوه دنده درې کاله نوره غزولې وه.

د پاکستان سترې محکمې نن فیصله وکړه اود درې نورو کلونو په مخه یې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د دندې غزېدل په موقت ډول وځنډول.

ستره محکمه به سبا بیا دغه مسله ارزوي.

قمرجاوید باجوه چې د ۲۰۱۶ کال د نومبرله ۲۹ راهیسې د پاکستان د پوځ د لوی درستیزپه توګه دنده مخ ته وړي، روانه درې کلنه دوره یې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

د پاکستان سترې محکمې ویلي چې د هغه د دندې د غزیدو صلاحیت د پاکستان د صدراعظم عمران خان نه بلکه د دې هېواد د ولسمشر عارف علوي دی.

خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوی څارنوال سترې محکمې ته ویلي چې ولسمشر دغه پریکړه تائید کړې وه.

د راپورونو له مخې د پاکستان د قاضي القضات آصف سعید کوسه ویلي دا څرنګه امکان لري چې عمران خان د اګسټ په ۲۱ مه د باجوه د د ندې د غزېدو پریکړه لاسلیک کړي چې هغه دوه ورځې مخکې د اګسټ په ۱۹ مه د پاکستان ولسمشرتائید کړې وي.

خو لوی څارنوال ویلي چې د ولسمشرله تائیدو وروسته دغه پرېکړه د کابینې په غونډه کې له تصویبېدو وروسته صدراعظم بیا لاسلیک کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د روان کال د اګست د میاشتې په ۱۹ مه د پوځ د لوی د رستیز په توګه د جنرال باجوه دنده د درې نورو کلونو په مخه غزولې وه.

هغه مهال د عمران له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې دغه پرېکړه سیمه ییز امنیت او چاپیریال ته په پام شوې ده.

که د پاکستان ستره محکمه سبا په دې اړه وروستۍ فیصله وکړي او د عمران خان پرېکړه باطله کړي، جنرال باجوه باید د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ تقاعد وکړي.

یو شمېر د پاکستان ځواکمن پوځ په دې تورنوي چې د دې هیواد په سیاست کې برلاسۍ رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG