کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د انتخاباتي کړکېچ او د کاندیدانو د ائتلاف په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ روانه شخړه په بېساري ډول زیاته شوې او یو پر بل داسې تورونه پورې کوي چې د خلکو ترمنځ د نفرت او ستونزو د لا زیاتېدو لامل ګرځېدلی.
وړاندې مقاله کې راغلي، روان بېباوره او کړکېچن وضعیت ښیي چې انتخاباتي کړکېچونه تر ټولو خطرناکې مرحلې ته رسېدلي او دواړه لوري د زور د ښکاره کولو هڅه کوي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، انتخاباتي ډلې باید ۷۰مه لسیزه هېره نهکړي او نه اجازه ورکړي چې وضعیت لاپسي خراب شي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي، که څه هم د ولسمشرۍ انتخاباتو له ترسره کېدو سره یو شمېر نوماندانو، ډلو او کسانو په بېلابېلو نومونو هڅه کړې د افغانانو ترمنځ ستونزې او فاصلې رامنځته کړي، خو اوس یو شمېر نوماندانو د ټاکنو کمېسیون له لوري د رأیو بیا شمېرنې بهیر د تحریم ترڅنګ په هېواد کې د کړکېچ او ناورین د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د افغانستان دښمنان او په کور دننه سیاستوال او ډلې په ټول توان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د واټن په رامنځته کولو سره ستونزې لاپراخې کړي، څو د ځان په ګټه ترې کار واخلي.
خو د سرمقالې د لیکوال په باور، خلک باید د داسې خلکو او اختلافاتو پر ځای په ګډه د خپل راتلونکي او هوسا ژوند لپاره کار وکړي او هېواد له اوسني وضعیته وژغوري.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د کاندیدانو د ائتلاف جوړولو هڅې د څه لپاره؟
وړاندې راغلي، په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ لپاره د یو شمېر کاندیدانو لیدنې او راشه درشه ډېره د تعجب او د اندېښنې وړ خبره ده.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د همدې ډلو مشرانو تر پرونه هم سره ژور اختلافونه لرل، خو اوس د یو بل کورونو ته ورځي او د ګډو ګټو لپاره د ګډ ائتلاف جوړولو هوډ کوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ډول ائتلافونه روان وضعیت لا خرابوي او په وینا یې، د همدغو ستونزو او اختلافاتو له امله ملت دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی او د ژمي په راتلو سره د خوراکي توکو بیې تر اسمانه ختلي، کورني او بهرني پانګهوال ننګول شوي او هر څه په ټپه ولاړ دي .
د سرمقالې په پای کې راغلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید نور فشارونه ونهمني او خپلې چارې د خلکو د ناوړو او د ولسواکۍ ضد غوښتنو قرباني نهکړي.