د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۳

افشا شوي اسناد؛ چین په سینکیانګ کې د درې میلیونه کسانو ژوند څاري


د نړۍ په سطح ۱۷ رسنیو د همدې افشا شویو اسنادو پر اساس راپورونه ورکړي دي، خو د چین حکومت دا اسناد بې اساسه او جعلي بولي.

د تحقیقي ژورنالیزم یوې نړیوالې ډلې (ای سي ای جی) د چین داسې پټ حکومتي اسناد ترلاسه کړي چې ښيي، څنګه دغه هېواد په سینکیانګ ایالت کې د درې میلیونه کسانو ژوند شېبه په شېبه څاري.

د نړۍ په سطح ۱۷ رسنیو د همدې افشا شویو اسنادو پر اساس راپورونه ورکړي دي، خو د چین حکومت دا اسناد بې اساسه او جعلي بولي.

ددغو اسنادو په معلوماتو کې د هغو کمپونو چې دا کسان پکي ساتل کیږي، د ورځنیو چارو لارښود هم شامل دي.

د تحقیقي ژورنالیزم دغې ډلي (ICIJ) دا معلومات د چین اسناد بللي او وایې چې په هغو کې د دې عمدتا مسلمان میشتي سیمي پر وګړو د ډله ییزې څارني او سخت کنټرولیدونکي سیسټم میتودونه په ډاګه شوي دي.

دا لارښود چې په ۲۰۱۷ کال کې د کارولو لپاره د سینکیانګ د امنیتي مشر لخوا منل شوی، هر څه لکه د وېښتانو د کمولو دفعات، دا چې تر کومه وخته د کمپ دروازې تړلې پرانستې وي او داسي نور تنظیموي.

د بشري حقونو ډلي وایي، همدا کمپونه د اویغور او نورو اقلیتونو د شکنجې لپاره کارول کیږي.

پولیس په دې ځای کې په پراخه کچه معلومات راټولوي او د کمپیوټري سیستم په کارولو خلک د توقیف ځایونو لپاره انتخابوي.

پیکنګ د دغو نیونو پالیسي داسې توجیه کوي چې ګواکې د حرفه یې روزني او له تندلارۍ څخه د دغو کسانو د لیري ساتلو لپاره یې کاروي.

د ختیځ ترکستان د ملي پوهاوي غورځنګ چې مقر یې په واشنګټن کې دی او د سینکیانګ سیمي د مسلمانانو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، د روانې میاشتي په سر کې یو تحلیل خپور کړی او په دغه سیمه کې یې د نژدې ۵۰۰ کمپونو او زندانونو چې د چین لخوا اداره کیږي، یادونه کړې.

ملګري ملتونه وایې، تر یو میلیون ډېر کسان په دغو کمپونو کې ساتل کیږي، خو د ختیځ ترکستان د ملي پوهاوي غورځنګ ویلي، دا شمېره درې برابره ده او یا د یادې سیمې د نفوس درېیمه برخه په دغو کمپونو او زندانونو کې دي.

دغه غورځنګ د چین دا ډله ییز توقیف د یهودانو هولوکاسټ کمپاین سره برابر بولي.

XS
SM
MD
LG