د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۰

چین: سین‌کیانګ ته د ورتګ لپاره د «م. م» چارواکو ته مشروطه اجازه ورکوو

ارشیف، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په یوه خبري غونډه کې
ارشیف، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په یوه خبري غونډه کې

چین د دوشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو چارواکو ته به اجازه ورکړي چې نا ارامه لوېدیځ ایالت سین‌کیانګ ته ورشي، خو په‌دې شرط چې د دې هېواد په کورنیو چارو کې به مداخله نه‌کوي.

دغه څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ پرون په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

تر دې څرګندونو مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میچل باچله په ډسمبر کې ویلي و چې دفتر یې غواړي چې دې سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړل شي ترڅو هغه راپورونه وڅېړي چې وایي، اقلیت مسلمانان د بیا روزنې په کمپونو کې ساتل کېږي.

ارشیف، په جنیوا کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره میچل باچله
ارشیف، په جنیوا کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره میچل باچله

له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو راپورونه په سیمه کې د اقلیت اویغور مسلمانانو پر وضعیت متمرکز دي.

سین‌کیانګ چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، له سیمې د ناوړه بشري وضعیت په اړه ډېر راپورونه تېر کال خپاره شول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ وویل، سین‌کیانګ د ټولو پر مخ یوه پرانیستې سیمه ده او د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون ټولو لورو ته چې غواړي له دې سیمې کتنه وکړي، ښه راغلاست وایي خو په یوه شرط چې د چین د قوانینو او مقرراتو درناوی وکړي او هم د سفر ټول طرزالعملونه عملي کړي.

خو لوکانګ دا خبرداری هم ورکړ چې د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون بهرني اتباع او متخصصین باید د چین په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تل ادعا کړې چې سین‌کیانګ ته د بهرنیو خبریالانو او چارواکو د ورتګ هرکلی کوي، خو ډېر ځلې لیدل شوي چې هغه بهرني خبریالان چې سیمې ته تللي، نیول شوي یا د پولیسو له‌خوا تعقیب شوي او د کمپونو د وضعیت او اویغوریانو سره د چلند په اړه‌یې د راپورونو مخه نیول شوې ده.

د سین‌کیانګ نقشه
د سین‌کیانګ نقشه

چین په سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې له ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې په نوم پر اقلیت مسلمانانو سخت مقررات وضع کړي دي.

خو د پولیسو له‌خوا مقررات په‌دې وروستیو کلونو کې سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکه اداره په‌دې باور ده چې په سین‌کیانګ ایالت کې به شااوخوا یو میلیون اویغوریان او نور اقلیت ترک ټبري مسلمانان د بیاروزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي.

د بشري حقونو فعالانو ویلي چې په سیمه کې قومي اقلیتونه چې که تنکي ځوانان‌یې ان اوږدې ږیرې ولري یا یې مخونه پټ وي، له مقرراتو د سرغړونو په خاطر توقیف کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG