د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ارگ: ټرمپ له طالبانو سره د سولې د خبرو تر پیلېدو وړاندې اوربند مهم شرط بللی


ښاغلي ټرمپ پرون له ولسمشر اشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ پرون له ولسمشر اشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوربند په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیل مخکې مهم شرط بللی او د سولې په بهیر کې یې د افغان حکومت پر مخکښ رول ټینګار کړی.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ پرون له ولسمشر اشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا او افغانستان ولسمشرانو د بندیانو له وروستۍ تبادلې نیولې، د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ماتې او د سولې تر خبرو پورې پر بېلابیلو مسایلو بحث وکړ.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام (عقرب ۳۰مه) آزادۍ راډیو ته وویل چې ښاغلي غني له خپل امریکايي سیال سره پرون متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال خبرې وکړې.

ښاغلی صدیقي زیاتوي چې په دې خبرو کې ولسمشر غني ښاغلي ټرمپ ته د حکومت د سولې د اووه فقره یي پلان په اړه معلومات ورکړل او ښاغلي ټرمپ د سولې لپاره د اساسي شرط په توګه پر اوربند ټینګار وکړ.

د صدیقي په وینا ولسمشر ټرمپ د سولې په پروسه کې د افغانستان د حکومت رول مهم وباله.

ښاغلي صدیقي وویل: "ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې اوربند د سولې د خبرو له پیلېدو مخکې مهم او حتمي شرط دی. د امریکا ولسمشر همداراز تینګار وکړ چې د سولې د بهیر د بریا لپاره ډېره مهمه ده چې په دې پروسه کې د افغان حکومت ګډون او مدیریت حتمي شي."

طالبانو تردې دمه د اوربند او د افغانستان له دولت سره د مستقیمو خبرو غوښتنې رد کړې دي.

ولسمشرټرمپ د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې د خبرو د نهو پړاوونو په دوام په سپټمبر میاشت کې د سولې خبرې وروسته له هغه لغو کړې چې په کابل کې د طالبانو په یوه برید کې یو امریکايي پوځي او یوولس نور کسان ووژل شول.

د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کېدل بله هغه موضوع وه چې د ښاغلي صدیقي په وینا د دواړو ولسمشرانو په مکالمه کې خبرې پرې وشوې.

هغه وویل: "ولسمشر ټرمپ د افغانستان له ولسمشر څخه له دې کبله مننه وکړه چې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په خوشې کولو کې یې ډېرې هڅې وکړې".

د ارګ ویاند زیاتوي، د امریکا ولسمشر ښاغلي غني ته بلنه ورکړه چې واشنګټن ته سفر وکړي چې د ولسمشر غني له خوا ومنل شوه. خو ښاغلي صدیقي د سفر د نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ هم پر ټویټر په یوه پیغام کې له ښاغلي غني څخه مننه کړې وه او د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې د درېیو طالب مشرانو خوشې کول یې د زړورتیا یو اقدام بللی و.

ټرمپ لیکلي و، دی هیله من دی چې دا ګام به د سولې په برخه کې د اوربند په څېر نورو ښو پرمختګونو ته لاره پرانیزي.

طالبانو د حقاني شبکې د مشر د ورور انس حقاني په ګډون د خپلو درېیو جګپوړو غړو په بدل کې د سه شنبې په ورځ (عقرب ۲۸مه) امریکایی کیون کینګ او استرالیايی ټیموټی ویکس چې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو، خوشې کړل.

د لویدیځ یوشمېر مشرانو هم د دې تبادلې ستاینه کړې ده او دا یې د سولې د ټینګښت په هڅو کې یو نوی ګام بللی دی.

XS
SM
MD
LG