د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

عربستان د اټمي پروګرام موضوع کې ایران په "دوکه ورکولو" تورن کړ


د سعودي عربستان د کابینې د غونډې یو انځور
د سعودي عربستان د کابینې د غونډې یو انځور

د سعودي عربستان کابينې په خپله پرونۍ غونډه کې د اټمي پروګرام په موضوع کې ايران په "دوکه ورکولو" تورن کړ.

په سيمه کې د ايران سرسخت رقيب سعودي عربستان پرون ايران، د هغه د اټمي پروګرام له کبله وغانده او دغه هېواد يې په "دوکه ورکولو" تورن کړ.

تر دې مخکې تهران په خپلو کليدي ساحو کې د اټمي فعاليتونو د بيا پيل د پرېکړې اعلان کړى و.

د سعودي عربستان د کابينې د دغې غونډې مشري د سعودي پاچا شاه سلمان کوله.

په غونډه کې هغه څه وغندل شول چې دوى د ايران دوامداره دوکه ورکول او پر وخت د اټمي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د اړتيا وړ معلوماتو په شريکولو کې ځنډ وباله.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې تېره دوشنبه په يوه راپور کې ويلي وو، د ايران په يوه نا اعلان شوې ساحه کې هم د يورانيمو ذرې ليدل شوې دي.

راپور تأیيدوي چې ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه په سرغړونې د يورانيمو غني کول زيات کړي دي.

راپور تأييدوي چې ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه په سرغړونې د يورانيمو غني کول زيات کړي دي.
راپور تأييدوي چې ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه په سرغړونې د يورانيمو غني کول زيات کړي دي.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالات د تېر کال په مې مياشت کې له دغه تړون څخه په يو اړخيز ډول ووت او پر ايران‌يې بېرته بنديزونه ولګول، اروپايي قدرتونو هڅه وکړه چې دغه تړون وژغوري.

له اټمي تړون څخه د امريکا تر وتلو يو کال وروسته ايران هم په تړون کې له خپلو تعهداتو تر شا کېدل پيل کړل، هيله‌يې دا وه چې وکړاى شي د تړون له هغو برخه‌والو امتياز واخلي چې لا هم په تړون کې پاتې دي.

بل‌خوا د ايران ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کې يوه کنفرانس ته وويل، دوى يو کال انتظار وکړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

هغه زیاته کړه: "موږ يو کال صبر وکړ، په نړۍ کې هېڅ‌څوک نه‌شي کولاى پر موږ انتقاد وکړي چې ولې د اټمي تړون له تعهداتو تر شا کېږو، ولې مو نن فوردو اټمي تأسيسات فعال کړي؟ دا ځکه چې موږ يو کال صبر وکړ."

د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې تأیيد کړې چې ایران اوس هم د فوردو اټمي بټۍ کې د یورانیمو د بډاینې چارې پر مخ وړي چې دا کار هم د نړۍ له شپږو پياوړو هېوادونو سره د اټمي تړون پر خلاف بلل شوی دى.

بريتانيا، فرانسې، جرمني او اروپايي ټولنې تېره دوشنبه ويلي وو، د ايران دا پرېکړه چې په فوردو کې يې اټمي فعاليتونه بيا پيل کړي، د ٢٠١٥م کال له اټمي تړون سره "په ټکر کې" دي.

ايران په بدل کې پرون سې شنبه پر تهران د انتقاد له کبله پر اروپايي هېوادونو د "دوه مخۍ" تور ولګاوه او ويې‌ويل دغه هېوادونه نه‌دي توانېدلي پر ايران د امريکا د لګول شويو بنديزونو د کمولو لپاره خپلې ژمنې پر ځاى کړي.

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په خپله وروستۍ ټیليفوني مکالمه کې د ايران د اټمي پروګرام په اړه بحث وکړ.

د سپينې ماڼۍ وياند جُد دير پرون سې شنبه په ټويټر کې ليکلي چې دواړو مشرانو تېره دوشنبه د ايران له‌خوا د اټمي پروګرام د پرمختيا د تشديد په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د دير په خبره دواړه ولسمشرانو په عين حال کې د سوريې پر مسئله کې هم د همکارۍ د دوام لپاره پر خپل تعهد بيا ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG