د اټمي انرژۍ د څار نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د ایران په یوه نااعلان شوي سایت کې یې د یورانیمو بېلګې موندلې دي.
دغه سازمان په خپل یوه راپور کې دا خبره کړې، خو سایټیې نهدی ښودلی.
اسرائیل وړاندې ایران تورن کړی چې اټمي فعالیتونهیې په یوه نااعلان شوي سایټ کې چې د تهران په څنډو کې په تورقوزاباد سیمه کې دی، پیل کړي دي.
د اټمي انرژۍ د څار نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ایران د ټیټې سطحې غني شویو یورانیمو زېرمې لا هم د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پر خلاف د پرمختګ په حال کې دي.
دغه سازمان تأییدوي چې ایران اوس هم د فوردو اټمي بټۍ کې د یورانیمو د بډاینې چارې پر مخ وړي چې دا کار هم د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د اټمي تړون پر خلاف بلل شوی.
د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې لوړپوړې استازې فدریکا موګرېني د دوشنبې (نومبر ۱۱مه) په ورځ په بروکسل کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې د ایران دا ډول فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.
مېرمن موګرېني زیاتوي: "د ایران له لوري وروستی اعلان چې په فوردو بټۍ کې یې د یورانیمو د بډاینې د بیا پیلېدو په اړه کړی، زموږ یوه لویه اندېښنه ده."
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې او د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی د ایران له لوري په فوردو اټمي بټۍ کې د یورانیمو د بډاینې د پرېکړې له کبله سخت اندېښمن دي.
دوی په یوې ګډه اعلامیه کې له ایران څخه غوښتي چې له ځنډ پرته خپلې ژمنې په بشپړ ډول پر ځای کړي.
د اټمي انرژۍ د څار په نړیوال سازمان کې د ایران استازی کاظم غریب ابادي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د غني شویو یورانیمو کچه تېره اوونۍ ۳۷۲،۳ کیلوګرامه ته ورسېده.
وروسته له هغه چې واشنګټن په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه ووت او پر ایرانیې نوي اقتصادي بندیزونه ولګول، تهران په تدریج په یاد اټمي تړون کې له خپلو ژمنو په شا شوی دی.
ایراني چارواکي شکایت لري چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې برخهوال د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو د اغېز په راکمولو کې پاتې راغلي دي.
د دوی په خبره ټول هغه اقدامات چې ایران له یاد تړون د ژمنو د ماتولو په برخه کې کړي دي، د بیا راګرځېدو وړ دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د نومبر پر ۱۱مه ویلي چې په دې تړون کې پاتې کېدل به تهران ته اجازه ورکړي چې په بهر کې د وسلو پېرل او پېرودل له سره پیل کړي.