د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ټرمپ: ایران که رابرټ لیوینسن را وسپاري، یو ښه ګام به وي


د امریکا د فدرالي پولیسو یا اف بي آی اجنټ رابرټ لیوینسن
د امریکا د فدرالي پولیسو یا اف بي آی اجنټ رابرټ لیوینسن

د امریکا ولسمشر پر ایران غږ وکړ چې د امریکا د فدرالي پولیسو یا اف بي آی اجنټ رابرټ لیوینسن که ور وسپاري، دا به د تهران له لوري یو ښه ګام وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایرانه د اف بي آی د ادارې د پخواني اجنټ د ورسپارلو غوښتنه پرون په یوه ټوېټ کې وروسته له هغې وکړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د لومړي ځل لپاره ومنله چې په ایران کې د هغه د تري تم کېدو په اړه یوه دوسیه پرانيستل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل، که ایران وتوانېږي چې امریکایي یرغمل رابرټ لیوینسن چې له دولسو کلونو راهیسې په ایران کې تری تم دی، ور وسپاري، دا به د تهران له لوري یو ډېر مثبت ګام وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په دغه توېټ کې همداراز یو وار بیا د ایران له خوا د یورانیمو د غني کولو د بهیر د پیلېدو په وړاندې دې هېواد ته خبرداری ورکړ او ویې ويل چې د معلوماتو له مخې دی په دې باور دی چې ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر پیل کړی چې دا د ده په وینا، یو ډېر بد ګام دی.

د ایران اټمي پروګرام هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ یوه عمده مسئله ده.

وروسته له هغې چې واشنګټن د تېر کال په می میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت، پر تهران یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

ایران له خپل لوري هم په دې وروستیو کې د دغه تړون ډېرو ژمنو ته شا کړې او پرون یې په بوشهر کې د دوهمې اټمي بټۍ د جوړولو کار پیل کړ.

له دې مخکې یې ترځمکې لاندې په فوردو اټمي تاسسیاستو کې د یورانیمو د غني کولو او تولید پروسه پیل کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي پرون وویل چې د امریکا د فدرالي پولیسو یا اف بي آی د پخواني اجنټ رابرټ لیوینسن په اړه چې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې په ایران کې تری تم شوی، دوسیه پرانيستلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي

هغه وویل، دا په دې معني نه ده چې ګواکې دغه اقدام د دې ښکارندويي کوي چې دغه سړی په ایران کې محاکمه شوی دی.

موسوي وویل، هغه په ایران کې کومه قضایي یا جرمي دوسیه نه لري.

موسوي زیاته کړه، د یوه لادرکه شوي کس په اړه که هغه د ایران په هرځای کې وي، د دوسیې پرانيستل یوه عادي مسئله ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د لیوینسن د برخلیک معلومولو لپاره د معلوماتو په بدل کې ۲۵ ميلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.

نوموړی د ۲۰۰۷ کال د مارچ په نهمه د ایران له کیش تفریحي ټاپو څخه د لیدنې په مهال تری تم شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، نوموړی په ایران کې یرغمل شوی، خو ایراني چارواکي وایي چې په دې اړه خبر نه لري.

XS
SM
MD
LG