د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

پاکستان د هندي زیارت کوونکو پرمخ د کرتارپور سرحدي لاره پرانیسته


ارشیف- سهکان په پاکستان کې
ارشیف- سهکان په پاکستان کې

د پاکستان او هند د یوه تړون له مخې د کرتارپور په سرحدي سیمه پرون د خلکو د تګ راتګ لپاره لار پرانیستل شوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل هندي سیال نریندرا مودي وغوښتل چې د دواړو سیالو هېوادونو لانجې پای ته ورسوي او د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې خلکو ته حقونه ورکړي.

عمران خان دا څرګندونې پرون د پاکستان او هند تر منځ د پنجاب ایالت په کرتارپور سیمه کې د یوې لارې د خلاصولو په مراسمو کې وکړې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

خان د وینا په یوه برخه کې چې د پاکستان تحریک انصاف په فیسبوک پاڼې خپره کړې ویلي چې هند په دې وروستیو کې د کشمیر په خلکو باندې سختۍ راوستي دي.

ده وویل: "هغه څه چې نن په کشمیر کې روان دي، په سرحد باندې تر شته لانجې غټه خبره ده، دا د انسانانو د حقونو یوه مسئله ده، د اتو میلیونو کسانو حقوق تر پښو لاندې شوي او هغوی د نهه لکه عسکرو تر محاصرې لاندې دي، سوله به داسې تأمین نه شي او له همدې خاطره زموږ ټولې اړیکې ځنډیدلې دي."

پاکستان او هند د کشمیر پر سر څو واره سره جګړه کړې او سږ کال په لومړیو کې یې ان د یو بل خاورې هم بمبار کړې.

هند د اګسټ په پنځمه له کشمیره کورواکي واخیسته او وروسته یې جمو – کشمیر یوه او لډاخ بله جلا سیمه اعلان کړه چې چارې به یې له ډهلي مخته وړل کیږي.

د هند دغو ټولو اقداماتو په هندي کشمیر، پاکستان او ځینو نورو سیمو کې تُند غبرګونونه پارولي او هندي پوځ هم په کشمیر کې د وضعیت د کنټرول لپاره زیات عسکر ځای پر ځای کړي.

له ټولو تا ویلي ما ویلي، سره سره داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان په پنجاب کې د کرتارپور د پولې خلاصول به د پاکستان او هند کړکیچ لږ څه سوړ کړي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په کرتارپور کې د سکهیزم بنسټګر ګورو نانک دیو مړ شوی دی.

هر کال په همدې شپو او ورځو کې له هند او د نړۍ له ګوټ ګوټ لسګونه زره سکهان د ګورو نانک دیو د زوکړې د لمانځلو لپاره پنجاب ته ورځي.

دا وار پاکستان او هند تړون کړی چې هندي سکهان به له ویزې پرته د مراسمو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان او د هند صدراعظم نریندرا مودي د کرتارپور د پولې د خلاصولو لپاره جلا مراسم نیولي و.

د هند صدراعظم نریندر مودي د خپل پاکستاني سیال په مقایسه د کرتارپور د لارې د خلاصولو په مراسمو کې د هند او پاکستان په سیاسي کړکیچ دومره ونه غږېد او ډېر تمرکز یې د لارې په خلاصون و چې ده یو مثبت ګام وباله.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

مودي زیاته کړه: "ټولو سکهـ وروڼو او خویندو ته د نړۍ هر ځای کې چې دي مبارکي وایم، د دغې لارې (کرتارپور دهیلز) په پرانیستل کېدو سره به د ګرونانک زیارت ټولو ته اسانه شي او د زیارت کوونکو د انتقال لپاره به یو خاص ریل په اوونۍ کې پنځه ورځې په کار واچول شي."

د پاکستان په کرتارپور کې د پاکستان او هند تر منځ د بندر پرانېسته د دې لامل شوه چې ځینې مشهوره هندي سیاستوال او څېرې پاکستان ته سفر وکړي.

پخوانی صدراعظم من موهن سنګهـ، فلمي لوبغاړی او د پارلمان غړی سني دیول، سیاستوال او پخوانی کرکټر نوجوت سنګهـ سیدو د خاصو میلمنو په ډله کې و.

XS
SM
MD
LG