د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د رأیو بیاشمېرلو چارې پیل شوې؛ د ثبات او همپالنې ټیم دغه بهیر د 'قانون خلاف' بللی


په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک معلومات یې نه دي ثبت شوي.
په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک معلومات یې نه دي ثبت شوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هېواد په کچه د زرګونو محلونو د رأیو بیاشمېرنې او تفیش بهیر پیل کړ.

بلخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دغه بهیر د قانون خلاف بللی او ویلي یې دي چې له خپلو څارونکو یې غوښتي، د پاکو او تقلبي رأیو تر بېلېدو پورې دې په دغه بهیر کې ونډه نه اخلي.

په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک معلومات یې نه دي ثبت شوي. په همدې هدف نن د تخنیکي وسایلو بسته بندي، پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو د استازو په حضور کې پیل شوه.

د دغه کمېسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ نن (شنبه، عقرب ۱۸مه) خبریالانو ته وویل، هڅه کوي چې په کمه موده کې دغه پروسه بشپړه او د میزان ۶مې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ښاغلي ننګ ددغې لړۍ د پيل پرمهال وویل: "ټول هغه مواد چې د بیا شمېرنې لپاره یې معیار تعیین شوی، ولایتونو ته لیږل کیږي، هڅه کیږي، چې په کم وخت کې د بیا شمېرنې پروسه بشپړه کړو او له مخې تورې او سپینې رایې سره بېلې کړو، ترڅو په بشپړ شفافیت سره لومړنۍ پایلې اعلان کړو."

د ټاکنو کمېسیون په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د رأی ورکوونکو شمېر شااوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره اعلان کړی و، خو د بیومټریک دستګاوو د معلوماتو ترلاسه کېدو سره، دغه شمېره څه باندې یو میلیون او ۸۴۳ زرو ته راټیټه شوه.

اوس به ددغې بیاشمېرنې او تفتیش په لړ کې هغه نږدې۹۰۰ زره رأیې وپېژندل شي او له پروسې به بهر کړای شي چې په ۸۲۵۵ محلونو کې کارېدلي دي.

د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ډېری دغه محلونه په، کابل، بغلان، کندهار، ننګرهار او پکتیا کې دي.

د انتخاباتو کمېسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ وویل، هڅه کوي چې په کمه موده کې رأیو بیاشمېرنې پروسه بشپړه او د میزان ۶مې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي..
د انتخاباتو کمېسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ وویل، هڅه کوي چې په کمه موده کې رأیو بیاشمېرنې پروسه بشپړه او د میزان ۶مې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي..

ټاکل شوې وه، چې د رایو تفتیش او بیا شمېرنې بهیر تېره اونۍ د درملوګ کمپنۍ له لوري د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو د وروستي راپور تر سپارلو وروسته پيل شي، خو د کمېشنرانو ترمنځ ویشلي نظرونه موجود وو.

د کاندیدانو هرکلی او مخالفت

که څه هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم د کمېسیون د دغه اقدام هرکلی کړی، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم دا بهیر "د قانون خلاف" بللی او له خپلو څارونکو یې غوښتي چې د پاکو او تقلبي رأیو تر تفکیک پورې دې په کې ونډه نه اخلي.

د دغه ټیم غړو وړاندې ویلي، څه باندې ۱۳۷ زره رأیې بشپړ بیومټریک معلومات نه لري، ۱۰۲ زره له وخته بهر کارول شوي او ۷۰ زره هغه رأیې دي چې د رأی ورکوونکو پرځای له عکس څخه عکس اخیستل شوی او باید باطلې شي.

د ټاکنو کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د تخنیکي وسایلو بسته بندي پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو او رسنیو په حضور کې پیل کړه.
د ټاکنو کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د تخنیکي وسایلو بسته بندي پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو او رسنیو په حضور کې پیل کړه.

پردې سربېره وړمه ورځ د ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې چې د هغو ۲۴۲۳ محلونو رأیې به وارزوي چې په بیومټریک دستګاه کې د ستونزو له امله سیسټم ته نه دي اضافه شوي.

په دې کې ۱۲۸۷ هغه محلونه دي چې د محل رئیس، د مرکز مدیر او د ولسوالۍ د آمر او مامور، د ولایت رئیس او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د تائید شوي راپور له مخې د ټاکنو په ورځ پرانستي وو، خو د بیومټریک دستګاه، د حافظې کارت او بیومټریک معلومات یې د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ته نه دي رسېدلي.

دویمه برخه ۱۱۳۶ محلونه دي چې د امنیتي ادارو په ګډون د ټاکنو په ورځ ټولو مسئولینو یې پرانسته تائید کړې، خو د نتایجو فورمې یې مرکزي دفتر ته نه دي رسېدلي.

ددغو رأیو صندوقونه په ولایتي دفترونو کې دي او د ټاکنو کمیسیون پرېکړه کړې، که دغو محلونو کې د تقلب او سرغړونو سند نه وي، نو د صندوق رأیې د څارونکو پروړاندې بیا ارزول کېږي او شمېرل کېږي.

خو ځیني کاندیدان وايي، دا رأیې د طرزالعمل له مخې باطلې دي او ارزولو ته یې اړتیا نشته.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي، دوی پر خپلې هغې پرېکړې ولاړ دي چې یوازې بیومټریک رأیو ته اعتبار ورکوي، خو ددغو محلونو رأیې باید لومړی وارزول شي.

د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیلېدو لپاره د کمېسیون د اقدام هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې کمېسیون د ځینو انتخاباتي ټیمونو اندېښنې هم په پام کې ونیسي، ترڅو په انتخاباتو باور پياوړی شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ویاندې سمېرا رسا ازادي راډيو ته وویل، د ټاکنو کمېسیون باید هغو ټیمونو ته قناعت ورکړي چې د یوشمېر رایو په اړه شک لري.

له نوي انتخاباتي مهالوېش سره سم د انتخاباتو کمېسیون ویلي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG