د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د انتخاباتو کمېسیون: د رأیو په بیا شمېرلو کې ځنډ د اندېښنې وړ دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکڼو خپلواک کمېسیون د رأیو په بیا شمېرلو کې ځنډ د اندېښنې وړ ګڼي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روانه اوونۍ کې څو ځله د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د شااوخوا ۲۰۰۰ محلونو د رأیو بیا شمېرلو لپاره چمتووالی وښود، خو دغه کمېسیون تر دې دمه د رأیو په بیا شمېرلو کې پاتې راغلی.

د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې یو له ټاکنیزو ټېمونو د دې بهېر په وړاندې خنډ جوړ کړی.

که څه هم مېرمن نورستانۍ د کومې ځانګړې ټاکنېزې ډلې نوم وانه خيست، خو ویې ویل چې د بیا شمېرنې لپاره د دې ټيم د قناعت نه ترلاسه کېدو په صورت کې به د کمېسیون کارونه له ځنډ سره مخ شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

ازادي راډيو له هغې وپوښتل چې دا پر کمېسیون یو ډول سیاسي فشار نه دی؟

مېرمن نورستانۍ وویل: "دا فشار داسې نه دی چې په اصطلاح زه ووایم چې یوازې زه له فشار سره مخ یم، کله چې زمونږ د نن ورځې کار سبا ته پاتې کېږي، دا که تاسې فشار ګڼۍ یا بل هر څه، دا یوه ستونزه ده."

مېرمن نورستانۍ همدارنګه د رأیو د بیا شمېرنې په بهېر کې رامنځته شوی ځنډ د اندېښنې وړ یاد کړ.

دې زیاته کړه: "همدا وضعیت چې دامهال ورسره مخ یوو، د ډېرې اندېښنې وړ دی، ځکه تاسې یوه خبریاله یاست، که تاسې غواړئ چې نن مرکه وکړئ او دا مرکه نن ونه شي، دا طبعي خبره ده چې متاثره کېږي چې خپل امر ته څه ځواب ورکړئ، مونږ هم ځواب ویوونکي یوو او باید ملت ته ځواب ورکړو."

تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۸۴۴ محلونو په بیا شمېرنې ټينګار کړی و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روانه اوونۍ کې څو ځله اعلان وکړ چې د دغو محلونو د رأیو بیا شمېرنه پیلوي، خو ونه توانېد.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې غړي وايي، تر کومه چې د رأیې ورکونې له نېټې وروسته ۱۰۲ زره رأیې او ۱۳۷ زره دوهم بایومټریک شوې رأیې او ۷۰ زره د تکراري عکسونو په وسيله ورکړل شوې رأیې باطلې نه شي، بیا شمېرنه بې ګټې ده.

د دې انتخاباتي ډلې غړي فهیم فطرت وویل: "تر کومه چې دا باطلې رأیې د یوې تګلارې او انتخاباتو د قانون په اساس یې برخلیک روښانه نه شي، مونږ د بیا شمېرنې پروسې لپاره چمتو نه یوو."

په همدې حال کې د محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې یو شمېر غړي په بیا شمېرنه کې ځنډ د اندېښنې وړ ګڼي.

د دغه ټاکنیز ټيم غړي داود سلطان زوی وویل، که چېري کمېسیون له مهالوېش سره سم خپل کارونه مخ ته یونه سي، دا به هېواد کې لوی بحران رامنځته کړي.

دی وایي: "که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارونه له مهالوېش سره سم پرمخ ولاړ نه شي، دا بحران ته زمینه برابروي چې د دې پړه به د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون په غاړه وي، دا به کمېسیون او خلکو ته ناوړې پایلې ولري."

د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د میزان په ۶مه ترسره شول، د پخواني انتخاباتي مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ هغه د عقرب په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون په دې کار کې پاتې راغی.

اوس له نوي انتخاباتي مهالوېش سره سم کمېسیون ژمنه کړې چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلانوي.

XS
SM
MD
LG