د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د فساد پرضد د افغان حکومت د مبارزې په اړه د سیګار له راپوره د ارګ هرکلی


د افغانستان جمهوري ریاست د فساد پرضد د افغان حکومت د مبارزې په اړه د سیګار د نوي راپور هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش د راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې افغان حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پرضد د مبارزې په مقصد ډېر ښه حقوقي امکانات رامنځته کړي او په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې اصلاحات او د هېواد په قوانینو کې یې تعدیلات راوستي دي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې راپور هرکلی کوي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال

دی وایي: "حکومت د فساد د ریښو د وچولو او د قانون د تطبیق پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي او موثرې هڅې کړي چې د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضايي مرکز او د تفتیش ادارې نومونه یادولی شو."

سیګار په خپل نوي راپور کې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې پرمختګونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې افغان حکومت د روان کال تر جون میاشتې پورې د فساد پرضد د مبارزې له ټولو ۷۶ شاخصونو څخه پر ۵۷ یې عمل کړی دی.

سیګار همداراز د فساد پرضد د مبارزې د موسسو د امکاناتو کموالی، په فساد کې د ښکېلو زورواکانو معافیت او د فساد ضد ځانګړې محکمې د فعالیتونو کمزورتیا په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې پر وړاندې مهم خنډونه بللي دي.

د سیګار نښان
د سیګار نښان

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د فساد پرضد مبارزه کې د افغان حکومت هڅې تر ډېره نمایشي بولي.

د دې ټولنې رئیس سید اکرام افضلي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار د مثبت راپور له یادولو پرته وویل، د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د حکومت اجرآت لازم نتایج نه لري.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي

ده زیاته کړه: "افغان حکومت باید ژرترژره داسې یوه ستراتیژي جوړه کړي چې له مخې یې باید د فساد موجودې دوسیې په جدي ډول وڅېړل شي، خو مهمه ده چې د فساد پرضد د مبارزې لپاره سیاسي اراده وي او په ادارو کې په تېره په عدلي او قضايي ادارو کې سیاسي مداخلې ونه شي او فاسدان مجازات کړي."

افغان حکومت پخوا تر دې د عدلي قضايي ادارو په چارو کې د مداخلې تورونه رد کړي.

سیګار په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د امریکا د مرستو د ضایع کېدو په اړه مخکې له دې ګڼ راپورونه خپاره کړي، خو د لومړي ځل لپاره د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د مثبتو اجرآتو یادونه کوي.

XS
SM
MD
LG