د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۳۰

د سلواکیا د هوايي چلند پوهنتون سل افغان محصلان باسي


د سلواکیا بیرغ
د سلواکیا بیرغ

ټاکل شوې چې د سلواکیا هېواد چارواکي هغه سل تنه افغان محصلین له دې هېواده وباسي چې د سلواکیا د هوايي چلند په پوهنتون کې زده کړې کوي.

د سلواکیا د اس. ام. ای ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغان ځواکونو هغه سل تنه پیلوټان او د تخنیک انجینران چې د زده کړو په هدف سلواکیا هېواد ته استول شوي، اوس د دې هېواد د کوزیس له پوهنتونه د خارجېدو له ګواښ سره مخ دي.

دا هغه پوهنتون دی چې یادو محصلینو په کې هوايي زده کړې کولې.

دغې ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال په مني کې د افغان هوايي ځواکونو څو پیلوټانو او تخنیکرانو ته بې له دې چې د دولسم ټولګي د زده کړو فراغت سندونه وړاندې کړي، په کوزیس پوهنتون کې د شمولیت اجازه ورکړل شوې ده.

د یاد پوهنتون رئیس د سلواکیا له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې دغه افغان محصلینو ته يې په افغانستان کې د اسنادو اجرا د پېچلو پړاونو او بیروکراسۍ له امله په مشروط ډول د تحصیل د دوام اجازه ورکړې وه.

نوموړي ویلي، خو دغه افغان محصلین د تحصیلي کال په جریان کې ونه توانېدل چې خپل تحصیلي اسناد وړاندې کړي، نو ځکه د دوی درسونه وځنډېدل.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې یوازې د افغان هوايي ځواکونو د دغو محصلینو د عدم مسؤلیت په فورمونو کې ستونزه وه، نه د هغوی په اسنادو او مکتوبونو کې.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې اوس دغه ستونزه هم حل شوې ده.

دی وایي: "د هوايي ځواک یو شمېر محصلین چې ټاکل شوې وه په سلواکیا کې زده کړه وکړي، دا چې دوی د تګ په وخت کې په اماراتو او چک هېوادونو کې منتظر وو، د سلواکیا دولت د دوی د عدم مسؤلیت فورمې د افغانستان له دفاع وزارته غوښتې وې، موږ دغه فورمې طی مراحل کړې او وروسته د تأييد د ترلاسه کولو لپاره مو د سلواکیا دولت اړوندو بنسټونو ته وسپارلې او اوس دوی په عادي توګه کولی شي چې په سلواکیا کې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي."

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د دغې ستونزې لامل د افغانستان په ملکي او پوځي برخو کې فساد په ګوته کوي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طبعي ده، هلته کسان په واسطو تللي چې استعداد یې نه درلود، دغه کسان چې کله نظري درسونه تعقیبوي، دوی په عملي چارو کې له ستونزو سره مخ کېږي."

د دفاع وزارت په وینا، اوس مهال افغان پیلوټان په سلواکیا سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو له هغې جملې د امریکا متحده ایالاتو کې په زده کړو بوخت دي.

که څه هم په دې اړه په سلواکیا کې د کوزیس له پوهنتون سره په اړیکه کې شو، خو دوی تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG