د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

افغان حکومت په تاجکستان کې د وروستي برید په تړاو د دغه هېواد ادعا رد کړه


په تاجکستان کې د برید د ځای یو انځور
په تاجکستان کې د برید د ځای یو انځور

د افغانستان دفاع وزارت د تاجکستان هغه ادعا رد کړه چې ګوندې دغه هېواد ته له افغان خاورې وراوښتو وسله‌والو د دوی پر پوستو حملې کړې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅ داسې شواهد نه‌دي موندل شوي چې ثابته کړي د تاجکستان په یوه سرحدي پوسته حمله کوونکي وسله‌وال له افغان خاورې وراوښتي وي.

د دې وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "ترهګر د افغانستان له پولې بهر وو او جګړه هم د تاجکستان په خاوره کې شوې، په دې اړه چې تاجکستاني چارواکو کومه ادعا کړې، دا له عیني شواهدو سره هېڅ سر نه‌خوري، یعنې د افغانستان له خاورې په تاجکستان حمله نه‌ده شوې."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

دفاع وزارت که څه هم د دې هېواد په شمالي ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د وسله‌والو تحرکات نه‌ردوي، خو وايي چې اوس‌مهال دغه وسله‌واله ډله په افغانستان کې تر ډېره حده ځپل شوې ده.

د دې وزارت چارواکي وايي، په افغان خاوره کې د ترهګرو پټن‌ځایونه نه‌شته، بلکې دغه وسله‌والې ډلې د دې هېواد له پولو بهر پټن‌ځایونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستاني چارواکو پرون ادعا وکړه چې د وسله‌والو یوه ډله چې په داعش پورې تړلې وه، له افغانستانه وراوښتې او د هغوی پر یوې سرحدي پوستې يې حمله کړې ده.

د تاجکستان د سرحدي ګارد ځواک په یوه لنډ بیان کې ویل شوي، حمله د وسله‌والو ۲۰ کسیزې ډلې کړې وه چې د نومبر په درېیمه د افغانستان د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ د تاجکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته ورتېر شوي وو.

د راپورونو پر اساس، په دې ډله کې یوه ښځه هم وه او د حمله کوونکو له ډلې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، تر اوسه داسې شواهد نه‌شته چې ثابته کړي چې وسله‌وال له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځي.

له ډلې يې باري عارض دغه‌شان وايي چې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ او په عمومي ډول د افغانستان شمال ختیځې سیمې چې د تاجکستان پولې ته نږدې دي، د داعش د وسله‌والو په لاس کې نه‌دي، بلکې هلته تر ډېره وسله‌وال طالبان فعالیت لري.

افغان کارپوه باري عارض
افغان کارپوه باري عارض

دی وایي: "داسې کره شواهد نه‌شته چې په زغرده دې د داعش مسئله د تاجکستان پر پوله ثابته کړي، دا وسله‌واله ډله اوس یو نړیوال ځواک دی چې په نورو اروپايي او اسیايي هېوادونو کې حملې کوي، نو دا خو دا معنی نه‌لري چې ګوندې د هغو هېوادونو ترڅنګ دې د داعش مرکزونه موجود وي."

ښاغلی عارض د دې ترڅنګ په تاجکستان کې د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې ډلې د څه مودې وړاندې حملې ته اشاره کوي چې پر بایسکل‌سپرو اروپایانو شوې وه.

دی وايي، دا هغه څه دي چې ثابتوي چې دغه ډله په یاد هېواد کې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه داعش وسله‌والو د حملې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG