د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

تخار کې د ماین چاودنې د ۱۱ کلن نصرت الله ټولې هیلې خاورې کړې


نصرت الله د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د طاهري کلي یوه لومړني ښوونځي ته پر لاره له خپلو لږترلږه څلورو کم عمره زده کونکو سره ووژل شو.
نصرت الله د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د طاهري کلي یوه لومړني ښوونځي ته پر لاره له خپلو لږترلږه څلورو کم عمره زده کونکو سره ووژل شو.

یولس کلن نصرت الله غوښتل چې زده کړه وکړي او خلکو ته خدمت وکړي، خو د ماین چاودنې یې ټولې هیلې له خاورې سره یو کړې.

هغه د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د طاهري کلي یوه لومړني ښوونځي ته پر لاره له خپلو لږترلږه څلورو کم عمره زده کونکو سره ووژل شو.

د تېرې شنبې ورځې په پیښه کې د هغه اته کلن ورور محب الله هم ټپي شو.

د هغه پلار طاهر قلاتوال د سیمې ملا دی. هغه د کندوز له حوزوي روغتون څخه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه یې د ژوند ترټولو لوی غم و.

هغه وویل، سهار مهال اته بجې وې چې خبر شو او سمدستي یې د پېښې ځای ته ورودانګل.

قلاتوال زیاته کړه: "د خلکو لپاره دا سترغم و. خلک ترهیدلې و. کله چې هلته ورغلم، دوه زامن مې ولیدل، یوځای پرځای شهید شوی او بل ټپي شوی و."

هغه وویل، زوی یې غوښتل چې د علم د ترلاسه کولو له لارې افغانستان ته خدمت وکړي. "هغه زیرک زده کونکی و. نورو زده کونکو ته به یې درس ورکاوه. ماته به یې ویل چې باید درس ووایي. وطن ته خدمت یې هیله وه."

د ابوذر غفاري لومړنی ښوونځی شاوخوا درې سوه زده کونکي لري چې شل یې نجونې دي.

رحیم الله قاسمي د درقد ولسوالۍ د ښوونې امر ازادي راډیو سره په ټیلفوني خبرو کې وویل، د دغه خبر په اورېدو ډېرغمجن شوی و. "نه پوهیدم چې څه ډول عکس العمل وښیم او څه وکړم. موږ څه کولای شو؟ دغه موحال دی، باید ورسره ژوند وکړو."

قاسمي وویل، دغې پیښې پر ټولو اغېز کړی و. "په هغه ورځ ښوونځی بند و. خلک په تېره بیا د زده کونکو میندې او پلرونه اندېښمن و. طبیعي ده چې دغه حالت هم پر زده کونکو او هم پر ښوونکو او میندو او پلرونو یې تاثیر کوي."

د قاسمي په وینا وژل شویو زده کونکو د اتو او ۱۴ کلونو ترمنځ عمر درلود.

په لومړنیو راپورونو کې د درقد د ښوونځي د لږ تر لږه نهو زده کونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

قاسمي زیاته کړه، د درقد ولسوالۍ د طاهري کلی د طالبانو په کنټرول کې دی. هغه وویل، وسله والو ماین د ښوونځي په شاوخوا ۵۰۰ مترۍ کې ایښی و چې د افغانستان امنیتي ځواکونه چې په درقد کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت و، په نښه کړي.

خو طالبانو په دې اړه څرګندونې نه دې کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي راډیو ته وویل چې نا امني او جنګ په افغانستان کې د زده کړې په وړاندې ستر خنډ دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي راډیو ته وویل چې نا امني او جنګ په افغانستان کې د زده کړې په وړاندې ستر خنډ دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي راډیو ته وویل چې نا امني او جنګ په افغانستان کې د زده کړې په وړاندې ستر خنډ دی.

"ناامني ده چې زموږ د زده کونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب کیږي. موږ د یوه ښوونځي د رغولو لپاره لګښتونه له نړیوالو تمویلونکو په سل مشکلاتو ترلاسه کوو، خو ښوونځی مو ویجاړیږي او د ماشومانو لپاره د زده کړې فضا هم ناامنه کیږي."

نزهت د جګړې له ټولو اړخونو غواړي چې د تعلیمي بنسټونو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د درقد پېښې په وړاندې ډېرغبرګونونه څرګند شول. د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې دغه پېښه په کلکه وغندله او هغه یې وحشیانه او غیر انساني عمل یاد کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي، "ولسمشر ټینګار وکړ چې طالبان په دا ډول وحشیانه حملو سره نه شي کولای، زموږ د خلکو په تېره بیا د راتلونکې نسل هوډ او اراده د علم او پوهې د ترلاسه کولو او د هېواد د پرمختیا او هوساینې لپاره کمزورې کړي."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپله ټویټرپاڼه کې دغه مرګونې پيښه وغندله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او پرټویټر یې لیکلي چې د ماشومانو وژل او ټپي کول په وسله والو نښتو کې جدي سرغړونه ده.

ملګروملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۱۸ کال ۱۹۲ حملې پر ښوونځیو او د ښوونځیو پر کارکونکو شوي دي.

یوناما په خپل نوي راپور کې دغه راز ویلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له دوه نیمو زرو زیات ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او له ۵۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي. ښځې او ماشومان د ملکي تلفاتو په سلوکې ۴۱ جوړوي.

د نصرت الله پلار د جګړې له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې عادي خلکو ته زیان ونه رسوي.

هغه وویل: "نه پوهیږم چې څوک به له دغه مظلوم ملت سره خواخوږي ښیي. که حکومت دی یا طالبان، له دواړو لورو غواړو چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي. هغوی باید له عادي وګړو سره داسې چلند وکړي چې سړی یې له خپل مور او پلار سره کوي. له دې زیات نورڅه ووایم؟"

XS
SM
MD
LG