د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۷

وسله والو طالبانو ته د ملګرو ملتونو خبرداری!


د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې یو وار بیا له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې ټاکنو ته دې خنډ نه پېښوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي تدامیچي یاماموتو وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې پر ملکي خلکو او انتخاباتي مرکزونو حملې پر نړیوالو قوانینو تېری دی او جنګي جنایت ګڼل کېدلی شي.

په کابل کې د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون د سپټمبر په ۲۵مه رسنیو ته استول شوې، لیکل شوي چې تدامیچي یاماموتو د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره کتلي او هغوی ته یې ویلي چې انتخابات یو مدني حرکت دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازی تدامیچي یاماموتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازی تدامیچي یاماموتو

تدامیچي یاماموتو هغوی ته ویلي چې پر هغو ملکي افغانانو چې په ټاکنو کې ګډون کوي، حمله پر نړیوالو قوانینو واضح تېری دی.

د ملګرو ملتونو استازي دا هم ورته ویلي چې د ټاکنو په بهیر کې پر ملکي وګړو حمله کوونکي به د خپلو اعمالو ځواب ورکوي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین پرون ماسختن د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې تأیید کړې چې تدامیچي یاماموتو د هغوی له استازو سره کتلي خو په دې اړه یې د خبرو له جزیاتو بې خبري څرګنده کړې ده.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندې په مکرر ډول انتخابات یوه جعلي پروسه بللې ده.

وسله والو طالبانو په یوه بیان کې پر زده کوونکو او ښوونکو غږ کړی و چې که غواړي چې ضرر ورته ونه رسېږي، په انتخاباتي مرکزونو کې دې کار نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سولې پروسه زیانمنوي.

د نوموړي په وینا، د دوی په نظر تر "اشغال لاندې" انتخابات د ولس استازولي نه‌شي کولای او نه د افغانستان مسئله هوارولی شي.

وسله والو طالبانو په پروان کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین پر غونډه د وروستۍ حملې مسؤلیت واخیست چې تر ۸۰ زیات ملکي وګړي په کې مړه او زخمیان شول.

د سې شنبې په ماسختن په کندهار کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین د دفتر په وړاندې په چاودنه کې د یوه خبریال په ګډون څلور ملکي وګړي ووژل شول.

په کندهار کې د چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی.

خو د ناټو تړون په افغانستان کې له ټاکنو د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د ټاکنو د امنیت لپاره به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په یوه ویډیويي پيغام کې چې پرون د ناټو تړون پر ټوېټر خپور کړی، ویلي: ناټو د شنبې د ورځې د ټاکنو د امنیت لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورې ورکولو کې مهم رول لري، زه له ټولو خواوو غواړم چې د انتخاباتو قوانین دې په مطلق ډول مراعت کړي او د افغانستان د خلکو رأیې ته درناوی وکړي.

ناټو ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې
ناټو ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې

اروپايي اتحادیې هم د شنبې په ورځ ټاکنې په افغانستان کې د سولې لپاره تاریخي موقع بللې ده.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ماموریت پرون پر ټوېټر لیکلي چې د سیاسي رقابت دا شېبه ټولو افغانانو ته د ښې راتلونکې، د سولې او ډموکراسۍ پر لور د حرکت موقع ورکولی شي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون پر اساس، د انتخاباتي کمپاین وخت رسماً د شپې په دولسو بجو پای ته ورسېد.

جمهوري ریاست ته کاندیدان نه شي کولی چې د خاموشۍ په ساعتونو کې کمپاین وکړي.

XS
SM
MD
LG