د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۵

"زده کوونکي په ښوونځیو کې د درجه بندۍ له نوي میتوده راضي نه دي"

د پوهنې وزارت د کال په پیل کړې یوه نوې تګلاره جوړه کړه چې پر بنسټ یې د نمرو جمع بندي او د زده کوونکو درجه بندي په بېلابېلو اعلی، ښه او منځنۍ ګټګوریو وېشل شوي دي.
د پوهنې وزارت د کال په پیل کړې یوه نوې تګلاره جوړه کړه چې پر بنسټ یې د نمرو جمع بندي او د زده کوونکو درجه بندي په بېلابېلو اعلی، ښه او منځنۍ ګټګوریو وېشل شوي دي.

یوشمېر ښوونکي او زده کوونکي وايي، د ازموینې په لړ کې د شاګردانو د درجه بندۍ نوی میتود ګټور نه دی او د تکړه شاګردانو پر روحیې منفي اغېز کوي.

میلاد چې اووه کاله د کابل په خواجه رواش لېسه کې د خپل ټولګي اول نمره پاتې شوی، ازادي راډیو ته وویل، په اتم ټولګي کې د نوي سیستم په رامنځته کېدو یې دغه درجه له لاسه ورکړې ده.

هغه چې له نوې درجه بندۍ راضي نه دی وايي، تر څلورنیم میاشتنیو ازموینو وروسته یې چې کله د نتایجو پاڼه کور ته یوړه، نو د پخوا په څېر له هرکلي سره مخ نه شو.

میلاد زیاته کړه: "پخوا به چې د اول یا دویم نمرګۍ پارچه مونږ ته راکول کېده، نو د هر چا درجه به معلومه وه. اوس چې کله چې د ازموینې نتیجه وړو، نو وایو چې په لومړي ګروپ کې یم. نو کور کې مونږ ته وايي چې څه پوه شوو چې ته اول نمره يې، ځکه نور هم په لومړي درجه کې دي."

د پوهنې وزارت د کال په پیل کړې یوه نوې تګلاره جوړه کړه چې پر بنسټ یې د نمرو جمع بندي او د زده کوونکو درجه بندي په بېلابېلو اعلی، ښه او منځنۍ ګټګوریو وېشل شوي دي.

که څه هم په اوله کې د دغه میتود هرکلی وشو، خو تر څلورنیم میاشتنيو ازموینو وروسته له انتقادونو سره مخ شوی.

خو د ښونې او روزنې کارپوه او د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، د درجه بندۍ نوی میتود د نړۍ له پرمختللو او نویو میتودونو دی چې ډيرې مثبتې اغیزې به ولري.
خو د ښونې او روزنې کارپوه او د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، د درجه بندۍ نوی میتود د نړۍ له پرمختللو او نویو میتودونو دی چې ډيرې مثبتې اغیزې به ولري.

د کابل ښار د یوه ښوونځي ښوونکې فوزیې ازادي راډيو ته وویل چې دغه میتود د زده کوونکو په روحیې منفي اغیز کړی دی.

اغلې فوزیې وویل: "زه له دې سیستم څخه هېڅ رضایت نه لرم؛ ځکه د زده کوونکو په روحیه منفي اغیزکوي. هغه زده کوونکي چې درس وايي، او هغه چې بې غوره دي او هېڅ زحمت نه باسي ورسره هېڅ توپیر نه کوي".

د پوهنې وزارت د نوې تګلارې پر بنسټ د زده کوونکو د حاضرۍ سیسټم هم بدل شوی دی.

تردې وړاندې د زده کوونکو حاضري د رتبې او ازموینې د درجې پر بنسټ لېکل کېده، خو اوس د نوم د لومړي حروف په اساس لېکل کېږي، چې ځینې زده کوونکي پرې نیوکه لري.

خو د ښونې او روزنې کارپوه او د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، د درجه بندۍ نوی میتود د نړۍ له پرمختللو او نویو میتودونو دی چې ډيرې مثبتې اغیزې به ولري.

ښاغلی پتمن ټينګار کوي چې د پوهنې وزارت باید د دې میتود په تړاو ښوونکو ته روزنه او پوهاوی ورکړي.

هغه وویل، "د نوي سیستم ګټه داده چې مونږ کولای شو په یو ټولګي کې څو زده کوونکي په الف درجه کې ولرو، او یا هم یو زده کوونکی په یو شمېر مضمونونو کې الف درجه واخلي او په یو شمېر نورو کې ب درجه واخلي. که دا سیستم موفق شي، نو تر ټولو ښه سیستم دی."

له بلې خوا د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د ازموینې د پخواني میتود د بدلېدو هدف دا دی چې زده کوونکي روحیه واخلي.

اغلې نزهت وویل، چې یو شمېر ښوونکي ځکه له دې میتود څخه ناراضه دي چې ورسره اشنا نه دي، خو د وخت په تېرېدو سره به یې نتایج د قناعت وړ وګرځي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG