د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

ایران 'د محصلینو له‌خوا په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال' ۴۰مه کلیزه لمانځي


د ایرن د دولتي ټلوېزیون د خبر له مخې د ایران په شااوخوا زرو ښارونو او ښارګوټو کې نن لاریونونه او غونډې تنظیم شوې دي.
د ایرن د دولتي ټلوېزیون د خبر له مخې د ایران په شااوخوا زرو ښارونو او ښارګوټو کې نن لاریونونه او غونډې تنظیم شوې دي.

ایران نن په تهران کې د محصلینو له خوا د امریکا د سفارت د اشغال څلوېښتمه کلیزه د لاریونونو او غونډو په ترڅ کې لمانځي.

د امریکا د سفارت د کارکونکو د یرغمل نیونې له دغې پیښې چې د تهران او واشنګټن ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره وشلیدې، ۴۰ کاله تیریږي او تراوسه نه یواځې دا چې هغه بیرته احیا شوې نه دي، بلکه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ په دې وروستیو کې اوج ته رسیدلی.

ایران په تهران کې د امریکا د سفارت د اشغال او د کارکونکو د یرغمل نیونې هغه پیښه لمانځي چې لانجې یې ۴۴۴ ورځې دوام وکړ.

د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې د ایران په شاوخوا زرو ښارونو او ښارګوټو کې د حکومت له خوا تنظیم شوي لاریونونه پیل شوي دي.

دولتي ټلویزیون په تهران کې د امریکا د پخواني سفارت د ودانۍ چې هغه یې په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب وروسته د جاسوسۍ ځالې په نوم نومولې، د شاوخوا سرکونو صحني وښودې چې د خلکو له ګڼه ګوڼې ډک دي.

خبري رسنیو د امریکا بیرغ ته د اوراچولو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

د ایران تندلارو ته نژدې د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د لاریون ګډونوالو، مړه دې وي امریکا او اسراییل، شعارونه ورکول.

د ایران د پوځ مشر جنرال عبدالرحیم موسوي، په تهران کې لاریون کونکو ته په وینا کې وویل چې "له امریکا سره یې جګړه د خپلواکۍ پرسر ده او دا چې موږ زور ته نه تسلیمیږو، دغه جګړه زموږ د ارزښتونو، د عقایدو او زموږ د مذهب لپاره ده."

تهران کې د امریکا پخواني سفارت پر دیوال نوې نقاشي
تهران کې د امریکا پخواني سفارت پر دیوال نوې نقاشي

موسوي په دغه وینا کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده دغه راز وویل چې متحده ایالات به تر هغو تربګني ته دوام ورکړي چې مات شوی نه وي.

ایران د امریکا د سفارت د کارکونکو د یرغمل نیونې دغه پېښه سږکال په داسې حال کې لمانځي چې د ایران او د امریکا اړیکې په تېره د ۲۰۱۸ کال په مې کې وروسته له هغې لا زیات کړکیچن شوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې بیرته بندیزونه ولګول.

په تهران کې د امریکا د سفارت د کارکونکو د یرغمل نیونې دغه پیښه په ۱۹۷۹ کال څو میاشتې وروسته له هغې چې د ایران د اسلامي انقلاب بنسټ ایښودونکی روح الله خمیني واک ته ورسید، د نومبر په څلورمه وشوه.

یوشمېر محصلینو په دې ورځ په تهران کې د امریکا پرسفارت یرغل وکړ، هغه یې اشغال او کارکونکي یې یرغمل کړل.

دغو اسلامپالو محصلینو د امریکا سفارت په دې خاطر ونیو چې د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پرځول شوي شاه محمد رضا پهلوي ته اجازه ورکړې وه چې د درملنې لپاره متحدو ایالتونو ته ورشي.

تهران کې د امریکا د پخواني سفارت مخې ته د ایراني ښځو اعتراضي راټولېدنه
تهران کې د امریکا د پخواني سفارت مخې ته د ایراني ښځو اعتراضي راټولېدنه

وروسته له هغې چې تهران ته د رضا پهلوي د بیرته ستنولو لپاره واشنګټن د خمیني غوښتنه ونه منله، معترضو محصلینو د امریکا سفارت اشغال او د هغه ۹۸ کارکونکي یې یرغمل کړل.

د یرغمل نیونې دغې لانجې ۴۴۴ ورځې دوام وکړ چې بالاخره د ۱۹۸۱ کال د جنوري په شلمه چې په امریکا کې نوي ولسمشر رونالد ریګن لوړه وکړه، ټول پاتې د سفارت یرغمل شوي ۵۲ کارکونکي خوشې شول.

له دغې پیښې څلوېښت کاله تیریږي، خو تراوسه د تهران او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بیرته نه دي احیا شوي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي پرون بیا د امریکا له متحدو ایالتونو سره د خبرو احتمال رد کړ او دواړه هېوادونه یې داسې هېوادونه یاد کړل چې ترمنځ یې دښمني نه لیرې کیږي.

خامنه یي وویل، هغوی چې ګومان کوي له دښمن سره خبرې کول زموږ ستونزې هوارولی شي، سل په سلو کې غلط دي.

XS
SM
MD
LG