د افغانستان حکومت ادعا کوي چې طالبان د اسلامي عقيدې له مخې نه، بلکې د واک تر لاسه کولو او نشه يي موادو له لارې د پيسو ګټلو لپاره جګړه کوي.
افغان ولسمشر په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې اووه مادییزه طرحه اعلان کړه.
په دې طرحه کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې د سولې د تړون په صورت کې دې جګړه او تاوتریخوالی ودروي او ضمانت دې ورکړي چې د روانې جګړې ټول عوامل به ختموي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب د دې طرحې د وړاندې کولو پر مهال وویل، نشه يي مواد د روانې جګړې ستر عامل او د وسله والو طالبانو مالي سرچینه ده، طالبان باید ضمانت ورکړي چې د سولې تر تړون وروسته به د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق نه کوي.
دی وایي: "د افغانستان جګړه په ډېرو برخو کې عقیدوي اړخ نه لري او په طالبانو کې اوس د عقیدوي جګړې روحیه نشته، د طالبانو مشران د څو هدفونو لپاره جګړه کوي، یو شمېر کسان یې د واک تر لاسه کولو لپاره، ځیني یې د نشه يي موادو په قاچاقو کې لاس لري، دوی یوازې د تاریاکو او چرسو په قاچاقو کې لاس نه لري، بلکې د بېلابېلو نشه يي موادو کارو بار کوي، لکه په تخار کې طالبان د شرابو، وسلو او انسانانو په قاچاقو کې هم لاس لري، دلته جګړه د دیني عقيدې په نوم ده، خو تر شا یې نور مسائل پټ دي."
د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په تازه راپور کې د افغانستان د امنیت او ثبات پر وړاندې د اوو تهدیدونو یادونه کړې چې پنځم تهدید یې نشه يي مواد دي.
د سیګار د راپور له مخې، د افغانستان په ناامنو سیمو کې د کوکنارو کښت ته د بزګرو پاملرنه، له نشه يي موادو څخه د ترلاسه شویو پیسو باندې د جنګالیو تمویل او له نشه يي موادو سره مبارزه کې د دولتی ادارو کمزورتیا کولی شي چې په راتلونکي کې د افغانستان سوله او ثبات ټکني کړي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي څېړونکی خالد پښتون له داعش سره د یو شمېر طالب قوماندانانو یوځای کېدلو ته په اشارې سره وايي، که د نشه يي موادو ستونزو ته اساسي حل ونه لټول شي، نشه يي مواد د داعش ډلې په مالي سرچینه اوړي او د سولې تر تړون وروسته به هم په افغانستان کې جګړه روانه وي.
دی وایي: "د طالبانو د جګړې ډېری مالي عواید له نشه يي موادو څخه تر لاسه کېږي، طالبان خلک هڅوي چې نشه يي مواد وکري او په قاچاقو کې هم ورسره مرسته کوي، د نشه يي موادو موضوع باید له سولې سره غوټه شي، دا امکان شته چې یو شمېر طالبان سوله وکړي او یو شمېر نور یې بیا له داعش سره یوځای او د نشه يي موادو په عوایدو جګړه وغځوي، ځکه نو زموږ غوښتنه دا ده چې د نشه يي موادو موضوع دې د سولې د مذاکراتو اساسي رکن وبلل شي."
افغان حکومت په داسې حال کې طالبان د نشه يي موادو په قاچاقو کې په لاس لرو تورنوي چې دې ډلې تر دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لرل رد کړي وو.
راپور: مرسلین ارسلا