د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

کندز کې د تاجکستان تړلې قونسلګري؛ سوداګر په سختۍ ویزه ترلاسه کوي


تاجکستان د ناامنیو له امله شاوخوا څلور کاله وړاندې په کندز کې خپله قونسلګري وتړله.
تاجکستان د ناامنیو له امله شاوخوا څلور کاله وړاندې په کندز کې خپله قونسلګري وتړله.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې یوشمېر سوداګر وايي، په دغه ولایت کې د تاجکستان قونسلګرۍ تړلې پاتې کېدو سره دوی ددغه هېواد د ویزې په اخیستو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په دغه ناارام ولایت کې د ناامنیو له امله شاوخوا څلور کاله وړاندې تاجکستان خپله قونسلګري وتړله.

ضیاء الحق ضیايي چې تاجکستان ته سوداګریز توکي وړي راوړي، ازادي راډیو ته وویل چې اوس دوی د یوې ویزې ترلاسه کولو لپاره اړ دي د لارې خطر پر ځان ومني او بدخشان ته لاړ شي.

ښاغلي ضیايي زیاته کړه چې ددوی تمه دا ده چې د افغانستان حکومت د کندز امنیت ډاډمن کړي، ترڅو په دغه ولایت کې د بدخشان قونسلګري بېرته پرانستل شي.

هغه وویل چې سوداګرو په وار وار له ولایتي چارواکو سره خپله ستونزه شریکه کړې، خو پام ورته نه دی شوی.

په کندز کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي هم دغه ستونزه تائیدوي.

ددغې ادارې ویاند مسعود وحدت ازادي راډیو ته وویل، سوداګر د لارې پر ناامنۍ سربېره له مالي پلوه هم زیانمن کېږي، ځکه د هغه په خبره ویزه ورته په ډېره لوړه بیه پرېوزي. په رسمي ډول د تاجکستان د ویزې بیه ۶۰ ډالره ده، خو د سوداګرو په خبره، اوس دوی د یوې ویزې لپاره ان تر ۹۰۰ ډالر ورکوي.

بلخوا د کندز ولایتي اداره وايي د تاجکستان قونسلګرۍ بېرته پرانستل کېدو په تړاو له تاجکستاني چارواکو سره خبرې شوي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل، خپله والي په مزار شریف ښار کې د تاجکستان له سرقونسل سره غږېدلی، خو لا هم په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې د کندز والي امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د امنیت په برخه کې تاجکستاني لوري ته ډاډ ورکړي، ترڅو هغوی وکولی شي بېرته خپله قونسلګري پرانیزي.

په کندز کې د تاجکستان قونسلګرۍ تړل کېدو یوازې سوداګر له ستونزو سره نه دي مخامخ کړي، بلکې د شمال ختیځ زون اوسېدونکو ته یې هم سرخوږی جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG