No media source currently available
نن د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه او افغانستان یې د بحثونو یوه اصلي موضوع ده. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې ناټو له نړیوال تروریزم سره د جګړې په خاطر په افغانستان کې ده او اجازه نه ورکوي چې داعش هلته خپل خلافت رامنځته کړي.