د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

په جودره کې د غم خاموشي؛ د درد یوه نیمه کړیکه د جودرې بوږنوونکې چوپتیا ماتوي


په هسکه مېنه کې د جودرې د پېښې د وژل شویو خلکو د هدیرې یو انځور
په هسکه مېنه کې د جودرې د پېښې د وژل شویو خلکو د هدیرې یو انځور

د هسکې مېنې د جودرې په یوه جومات کې د تېرې جمعې د ورځې د پېښې د ۳۵ ټپيانو له ډلې یې یو بل هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او له نورو وژل شویو سره په ځانګړې هدیره کې دفن کړای شو.

که څه هم په پېښه کې د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه، خو د سیمې اوسېدونکي يې شمېر ۷۵ تنه ښيي او ولایتي چارواکو بیا دغه شمېر ۷۰ تنه اعلان کړی دی.

خان مست چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جامع مسجد کې موذن و، د تېرې جمعې د ورځې په خونړۍ پېښه کې يې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

دی د خپلو دوه تنکیو وژل شویو زامنو درد نه کړوي، خو کله چې په دې پېښه کې خپل وژل شوی لمسی رایاد کړي، نو ژړا يې خبرو ته نه پرېږدي او په سپینه ږیره يې اوښکې لارې جوړوي.

په دې اړه بشپړ راپور چې اکرام الله اکرام چمتو کړی دی، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:23 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG