د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

حکمتیار: انتخابات دویم پړاو ته ځي او د موقت حکومت په موجودیت کې دې وشي


 ښاغلي حکمتیار ادعا وکړه، چې بهرنیو ځواکونو، په کابل کې ځینو سفارتونو او یوشمېر انتخاباتي ټیمونو په انتخاباتو کې لاسوهنه او درغلي کړې ده او دغه شان په درملوګ کمپنۍ یې هم انتقاد وکړ چې بې پرې نه ده.
 ښاغلي حکمتیار ادعا وکړه، چې بهرنیو ځواکونو، په کابل کې ځینو سفارتونو او یوشمېر انتخاباتي ټیمونو په انتخاباتو کې لاسوهنه او درغلي کړې ده او دغه شان په درملوګ کمپنۍ یې هم انتقاد وکړ چې بې پرې نه ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله وايي چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ (میزان ۲۸مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، دویم پړاو انتخابات باید د موقت حکومت تر چتر لاندې ترسره شي.

"طبیعي ده انتخابات دویم پړاو ته ځي. دویم پړاو انتخابات په ژمي کې نه کیږي، باید د راتلونکي کال پسرلي کې وشي. په دغه فرصت کې موږ موقت حکومت ته اړتیا لرو. موږ د سولې لپاره هم یو موقت حکومت ته اړتیا لرو. دغه حکومت د سولې مخالف او دریځ یې هم روښانه دی، په دې خاطر د موقت حکومت وجود یوه کاملا ضروري پدیده ده."

ښاغلي حکمتیار ادعا وکړه، چې بهرنیو ځواکونو، په کابل کې ځینو سفارتونو او یوشمېر انتخاباتي ټیمونو په انتخاباتو کې لاسوهنه او درغلي کړې ده او دغه شان په درملوګ کمپنۍ یې هم انتقاد وکړ چې بې پرې نه ده.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې بهرنیو ځواکونو یوازې د انتخاباتو د ورځې امنیت خوندي کړی او سفارت خانو هم هيڅکله په انتخاباتو کې مداخله نه ده کړې.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، په لنډو ورځو کې به د انتخاباتو پایلې اعلان او هرڅه به روښانه شي.

"تراوسه معلومه نه ده، چې انتخابات دویم پړاو ته ځي او که نه، ځکه تر دې دمه تصفیه نه ده بشپړه شوې. نو د ځینو کسانو وړاندوینې سره د خلکو ذهنیت خرابیږي. دوی دې د انتخاباتو کمېسیون چې مسولیت یې دی، پرېږدي چې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي."

ښاغلي سادات د درملوګ کمپنۍ په اړه هم د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په اړه وویل، دغه کمپنۍ له ژمنې سره سم د انتخاباتو شفافیت تضمینوي او د کوم ځانګړي کاندید لپاره کار نه کوي.

له انتخاباتي مهال ویش سره سم ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د شنبې په ورځ (میزان ۲۷مه) اعلان شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله وځنډول شوې. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې امله له خلکو بخښه وغوښته.

ښاغلي حکمتیار په دې اړه هم پر کمیسیون انتقاد وکړ. د ټاکنو کمیسیون ویلي چې په پام کې ده د یوې اونۍ په لړ کې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او له انتخاباتي مهالویش سره سم، ټاکل شوې چې وروستۍ پایلې یې د عقرب په شپاړلسمه نېټه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG