د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

افغانستان کې د اکاډمیکو بنسټونو د امنیت په اړه اندېښنې


پرون د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ محصلان ټپیان کړل.
پرون د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ محصلان ټپیان کړل.

په غزني پوهنتون کې تر چاودنې وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له امنیتي ارګانونو غواړي چې د اکاډمیکو ځایونو خوندیتابه لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د علمي نهادونو هدف ګرځولو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي، محصلین او استادان اندېښمن کړي دي.

ددغه وزارت ویاند فیصل امین د چهار شنبه په ورځ (میزان ۱۷مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د اکاډمیکو ځایونو خوندیتوب وساتي.

ښاغلي فیصل دا ډول بریدونه او چاودنې د ټولو منل شویو اصولو خلاف کار بولي.

"د اکاډمیکو ځایونو د خوندیتوب لپاره له امنیتي ادارو سره په جدیت کار روان دی. هیچاته اجازه نه ورکوو چې پر اکاډمیکو ځایونو بریدونه وکړي او زموږ هڅه هم همدا ده چې د اکاډمیکو ځایونو امنیت خوندي کړو."

پرون د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ محصلان ټپیان کړل.

د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنه شوې

د استاد رباني پوهنتون په یموټر کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنه

ابل کې هم د پوهنتونونو محصلین دغه وضعیت اندېښمن کړي. دوی وايي که پر علمي او تحصیلي ځایونو بریدونه وشي، دوي نشي کولای په ارامه ‌ذهن خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.

رامین عصمتي او محمد مدثر ازادي راډيو ته وویل، دغو بریدونو د درس پرځای ددوی ذهن احتمالي بریدونو او چاودنو ته اړولی.

دوی له امنیتي ادارو غواړي چې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د امنیت خوندي کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي "تر څو محصلین وکولای شي په ارامه فضا کې خپلو درسونو ته دوام ورکړي."

په غزني پوهنتون کې د تېرې ورځې له چاودنې وړاندې هم اکاډمیک بنسټونه په نښه شوي.

د وږي په ۲۵مه د غزني د تخنیکي او مسلکي انسټټیوټ د محصلینو پر موټر هم چاودنه وشوه چې یو کس پکې ووژل شو. د سرطان په ۲۸مه د کابل پوهنتون دروازې مخې ته چاودنې هم اته کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل. په کابل کې وروستۍ پېښه د جهان پوهنتون ته څېرمه چاودنه وه چې تلفات یې نه درلودل.

تېر کال په کابل کې د موعود په نوم په یوه روزنیز مرکز او همداراز کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون باندې بریدونه وشول چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.

ددغه وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني ازادي راډيو ته وویل: "موږ د اکاډمیکو ځایونو، پوهنتونو او ښوونځیو د امنیت لپاره پرلپسې ناستې کړي او وروسته له دې به دې ځایونو ته جدي پاملرنه کیږي."

امنیتي چارواکي وایي، د امنیت ټینګښت او په تېره بیا د اکاډمیکو مرکزونو د خوندیتوب لپاره د خلکو او محصلینو همکاري اړینه ده.

XS
SM
MD
LG