د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د کابل د ۵مې حوزې په سیمه کې چاودنې یو ملکي کس وژلی او ۱۰ ټپیان دي


ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې د ځای یو انځور
ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې د ځای یو انځور

په کابل کې نن یکشنبه سهار د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ژوبل دي.

په ټپیانو کې څلور ښځې او نور نارینه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د استاد رباني پوهنتون په یوه کاستر موټر کې د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې په پایله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار لس کم اته بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوه.

له کابل څخه د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، دا چاودنه په میرویس میدان کې په یوه کاستر موټر پورې د نښلول شوي بم په نتیجه کې وشوه.

راپورونه وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوه پوهنتون محصلان دي.

همداراز ویل شوي چې له لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم د میرویس میدان پر سړک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو په یوه کاسټر موټر هم ورته چادونه وشوه چې د دوو ښځو په ګډون لس کسان په کې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG