د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۴

جلال اباد کې د څلورو وروڼو وژل کېدو څېړنه؛ "ځینې سرغړونې" موندل شوي


Afghanistan -- jamshid rasuli جمشید رسولی سخنگوی لوی سارنوالی افغانستان 4.Ap.2017
Afghanistan -- jamshid rasuli جمشید رسولی سخنگوی لوی سارنوالی افغانستان 4.Ap.2017

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، څېړنې ښيي چې په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې سرغړونه شوې چې څلور وروڼه پکې ووژل شول.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د سه‌شنبې په ورځ (میزان ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د دې پېښې په اړه لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو د ارزونې لپاره د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ یوه ګډه کمېټه ګمارل شوې ده.

ښاغلي رسولي وویل، د څېړنو په لړ کې د پېښې ځینې پټ اړخونه رابرسېره شوي او تر راتلونکې اوونۍ پورې به د دغو څېړنو پایله معلومه شي.

د ملي امنیت د "صفر دوه" قطعې د سپټمبر په ۴مه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د شپې مهال پر یوه کور چاپه ووهله او څلور وروڼه یې ووژل.

د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، موندنې ښيي چې په دغو عملیاتو کې ځینې سرغړونې شوي دي.

"د ګمارل شوي پلاوي په څېړنه کې د سرغړونو یو شمېر ټکو ته اشاره شوې ده چې د لا زیاتې څېړنې لپاره زمینه برابروي. هغو کسانو چې په دغو عملیاتو کې برخه درلوده، څېړنیز پلان یې کتل کېږي او ارزول کېږي او یو شمېر نورې برخې چې د څېړنو د بشپړېدو لپاره ورته اړتیا ده. "

د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ددغو وروڼو وژل کېدو په ټول افغانستان کې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول او وروسته جمهور ريیس محمد اشرف غني یې د څېړنې امر وکړ.

د دې پېښې په غبرګون د افغانستان د ملي امنیت د وخت ريیس محمد معصوم ستانکزي هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

له دې پېښې وروسته، جمهور ريیس غني وویل، د صفر دوه قطعي عملیات یې ځنډولي او هغه کسان چې دې قضیه کې مجرم وپېژندل شي، سخته سزا به وویني.

خو د وژل شویو وروڼو د کورنۍ غړي او خپلوان وايي، یاده پېښه دوه ځله وڅېړل شوه، خو تر اوسه یې پایله معلومه شوې نه ده.

د وژل شویو کسانو ماما محمد صابر ازادي راډیو ته وویل: "له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې مجرمان محاکمه کړي، ترې څېړنه وکړي چې د وژل شویو ځوانانو ګناه څه وه. نه طالبان و، نه هم داعشیان. په دې هم نه پوهېږو چې دا پېښه شخصي رنګ لري او که د حکومت پلان و. "

دا کورنۍ عدالت غواړي او زیاتوي، باید د پېښې د څېړنو پایله ورسره شریکه شي.

و مو غوښتل په دې اړه د ملي امنیت عمومي ریاست نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

XS
SM
MD
LG