د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

په ننګرهار کې د ۴ وروڼو د وژنې د قضیې د څېړنو پیل


د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار چارواکي وایي، په جلال اباد کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د څلورو وروڼو د وژل کېدو قضیې په تړاو د پلټنو لپاره یو حکومتي پلاوی له کابله ورغلی دی.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تېره ورځ ناوخته (د وږي په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی د لوی څارنوالۍ مرستیال جنرال شمس احمدزي په مشرۍ د جمعې په ورځ جلال اباد ته رسېدلی او خپلې څېړنې يې پيل کړي چې جزیات به یې وروسته له خلکو سره شریک شي.

د ملي امنیت د "صفر دوه" قطعې د تېرې چهارشنبې په شپه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې پر یوه کور چاپه ووهله او د عملیاتو په جریان کې یې څلور وروڼه ووژل چې د ډېرو خلکو غبرګونونه یې راوپارول.

وروسته د ننګرهار ولایتي ادارې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت له شورا څخه وغوښتل چې د موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکي.

ښاغلي میاخېل وویل، ورغلي پلاوي د وژل شویو وروڼو د کورنۍ له غړو سره کتلي او خبرې یې کړي دی.

د دغې پېښې په غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي له خپلې دندې استعفا وکړه او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سمدستي ومنله.

ښاغلی ستانکزی له ۱۳۹۵ لمریز کال راهیسې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس و.

د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلکو وژل کېدو تل د خلکو اعتراضونه راپارولي دي.

ولسمشر اشرف غني د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر وکړ چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي، خو لا هم ښکاري چې دغه ستونزه پای ته نه ده رسېدلې.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، افغانستان لا د جګړې خونړۍ ورځې تېروي.

د ملکي وکړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې هم د روان میلادي کال اګست میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت ګنلې او ویلي یې دي چې په دغو وژنو کې د جګړې ټول ښکېل اړخونه شامل دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د ملکیانو د خوندیتوب مسئلې ته پام وکړي.

د دغې ډلې مشر عزیز احمد تسل پرون د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په اګست میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله چې تر زرو زیات تلفات پکې موجود وو، هم ډېره وژنه شوې ده.

په کابل کې د اګست د اوومې د چاودنې د ځای یو انځور
په کابل کې د اګست د اوومې د چاودنې د ځای یو انځور

د طالبانو ډله ییزو او ځانمرګو بریدونو او په ورته وخت کې د افغان حکومت پوځي عملیاتو د ولسي تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې چې د جولای په ۳۱مه خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ولسي وګړي وژل شوي چې له درېیو یوه برخه یې ماشومان دي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د دولتي ځواکونو عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه د مخالفینو په بریدونو کې تر اوښتې مرګ ژوبلې ډېره وبلله، خو دولت د ولسي تلفاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور غیر واقعي وباله.

XS
SM
MD
LG