د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:
په یو راپور کې اورئ چې د افغانستان د ملی امنیت مشاور وایي چې د راتلونکي حکومت لومړیتوب دا دی چې هغه مافیایي ډلې وځپي چې له افغانستانه د مخدره موادو د قاچاق لپاره استفاده کوی.
په یو بل راپور کې اورئ چې د فراه ولايت په نا امنو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.
د مرکو په لړ کې به له یوه متخصص ډاکتره واورو چې پر خوب باندې د نشې ناوړه اغېزې څه دي.
په وروستی برخه کې د معتاد له خاطرې وروسته په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: