د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

امریکا جواد ظریف ته د یوه ناروغ ایراني ډيپلومات د لیدنې اجازه نه ده ورکړې


محمدجواد ظریف
محمدجواد ظریف

د ایران حکومت پر امریکا له دې امله انتقاد کړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته يې اجازه ور نه کړه چې د نیویارک په یوه روغتون کې د بستري ایراني ډيپلومات ليدنې ته ورشي.

محمد جواد ظریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

د امریکا حکومت پر جواد ظریف په نیویارک کې د ازاد حرکت بندیز لګولی دی.

هغه یوازې د ملګرو ملتونو د سازمان د ودانۍ د شااوخوا په شپږ بلاکه سیمه کې تګ را تګ کولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي د سرطان په ناروغۍ اخته او د نیویارک په روغتون کې بستر دی.

د امریکا حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه نه ده ورکړې چې روغتون ته د هغه کتنې ته ورشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ظریف ته به یوازې په دې شرط د روانچي سره په روغتون کې د کتنې اجازه ورکړي چې د ایران حکومت له هغو امریکاييانو چې په ناسم ډول یې نیولي دي، یو تن خوشې کړي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا پرون د سپټمبر په ۲۸مه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي په حواله وویل چې واشنګټن له یوې بشري مسئلې د سیاسي ګټې لپاره کار اخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پرون وروسته ټوېټ وکړ چې له روانچي سره یې د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

ظریف په دې ټوېټ کې لیکلي: له ټکنالوژۍ مننه، ما له خپل څلوېښت کلن ملګري او په ملګرو ملتونو کې له خپل سفیر روانچي سره چې یوازې څو بلاکه لېرې په روغتون کې بستر دی، بالاخره ټولې خبرې وکړې.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووت او له ایران سره د نړیوالو د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه يې نیمګړې وبلله.

له هغه راهیسې د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکې لا خرابې شوې دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر له اټمي موافقې تر وتلو وروسته پر ایران ټول هغه بندیزونه له سره ولګول چې د موافقې پر اساس لغوه شوي وو.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر غواړي چې پر ایران فشار زیات کړی، څو تهران د کړې اټمي موافقې په اړه بیا مذاکرو ته حاضر شي.

جمهور رئيس ټرمپ ویلي چې له ایران سره شوې موافقه هغومره کلکه نه ده چې ایران د اټمي وسلو او د بالستیک مزائیلو د جوړولو له پروګرامه منعه کړي.

خو ایران ټینګار کوي چې اټمي پروګرام یې سوله یيز هدف لري او یوازې د ملکي اهدافو لپاره فعالیت کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل چې هېواد به یې د خپل اټمي پروګرام په اړه تر هغه وخته مذاکره ونه کړي چې تر بندیزونو لاندې وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

حسن روحاني پر امریکا تور پورې کړ چې په بې رحمانه ډول یې په "اقتصادي ترورېزم" لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG