د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۷

سعودي عربستان پر ایران د نړیوال فشار د زیاتولو غوښتنه وکړه


سعودي عربستان پر ایران د نړیوال فشار د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الاعساف پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ایران د خپل هېواد د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر د ۱۴مې په حمله تورن کړ او ویې ویل چې موږ له ۴۰ کلونو راهیسې د ایران رژیم پېژنو او راته معلومه شوې چې دا رژیم نه یوازې زموږ په سیمه بلکې په ټوله نړۍ کې له چاودنو، ورانیو او وژنو پرته بل کار نه لري.

الاعساف وویل، پر ایران له هرې ممکنې لارې نهايي فشار راوستل به د ایران د رژیم د ترورېستي فعالیتونو او یرغلیزو اقداماتو د پای ته رسولو له هدف سره مرسته وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د رژیم د مالي سرچینو وچول به تر ټولو غوره لاره وي، څو ایران خپله لاره بدله کړي.

سعودي عربستان ټینګار کوي چې د دې هېواد د تېلو پر تاسیساتو په برید کې ایرانۍ وسلې کارول شوې وې او اوس یې ملګرو ملتونو ته د تحقیقاتو بلنه ورکړې، څو معلومه کړي چې دا برید له کوم ځایه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې متحدایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې هم د دې حملې پړه پر ایران اچولې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له خپلې وینا یوه ورځ وروسته په یوه خبري غونډه کې امریکا او متحدانو ته یې په خطاب کې د نهايي فشار د راوستو د پالېسۍ د پای ته رسولو او د ډیالوګ، منطق او استدلال غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني وویل، امریکایان لاهم هڅه کوي چې خبرو ته د رسېدو لپاره له فشار څخه کار واخلي، په داسې حال کې چې د دې فشار په نتیجه کې دوی له خبرو او مذاکرو نور هم لېرې کېږي.

روحاني پر خپل پخواني دریځ چې پر ایران بندیزونه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ده له کتنې مخکې باید پای ته ورسېږي، ټینګار وکړ.

له بلې خوا د بریتانیا د بیرغ لرونکې هغه کښتۍ چې د لوېدیځ او ایران په اړیکو کې د کړکېچ په محور کې وه، له څو اوونیو وروسته نن خوشې شوه.

د دې کښتۍ مالک سویډني شرکت ویلي چې دا کښتۍ د متحده عربي اماراتو خوا ته روانه شوې ده.

د ایران د سمندري ځواکونو او د سمندري بندرونو ادارې ویلي چې ستینا امپېرو کښتۍ د ایران له بندر څخه وخوځېدله.

د سویډني شرکت اجرائیه رئیس ایریک هانیل تأیید کړې ده چې کښتۍ له عملې سره خوشې شوې ده.

ښاغلي هانیل ویلي چې د کښتۍ عمله به دُبۍ ته له رسېدو سره سم د روغتیايي معاینې لپاره واستول شي.

XS
SM
MD
LG