له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونيسف وايي، د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې تېر کال ۲۹ ميلیونه ماشومان زېږېدلي دي.
یونیسف وايي چې دغه له ۲۹ میلیونو زیات ماشومان د افغانستان، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن په ګډون د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې زېږېدلي دي.
د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو صندوق په خپل راپور کې وايي، احصائیو ښودلې چې د نوو زېږېدلو ماشومانو له یوې تر پنځمې برخې د خپل ژوند لومړنۍ شېبې په جګړه ځپلو ټولنو او له فشار او خپګانه په ډکو ناامنو سیمو کې تېرې کړي دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ټولنې د احصائیې مدېره هزیتا فور وايي چې هره کورنۍ باید د خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو لومړنۍ شېبې ونماځني، خو په خبره یې چې زرګونه کورنۍ چې د جګړې او نښتو تر اغېز لاندې سیمو کې ژوند کوي، له دغه واقعیته ډېر زیات واټن لري.
مېرمن فور وویل، په اکثرو هېوادونو کې تاوترخوالي او نښتو د نوو زېږېدلو ماشومانو او د دوی د کورنیو لاسرسی اساسي او مهمو خدمتونو ته ډېر محدود کړی دی.
د افغانستان خلک هم د همداسې یوه بد وضعیت شاهدان دي.
په افغانستان کې لسګونه کاله پخوا نېږي یو نسل چې په جنګ جګړو کې زېږېدلی و، اوس د ځوانۍ له پړاوه تېر شوی، خو لا هم د چاودنو، ډزو او ویرنو په غږونو سهار له خوبه پاڅي او ماښام د وینو او مرګونو په خبرونو ویده کېږي.
په افغانستان کې د یونيسف یو کارګر د (زما پنځه کلن زوی هېراب) په نوم یوه کیسه خپره کړې ده.
دا په خپله په داسې یوه ټولنه کې اوسي چې تل د چاودنو غږ اوري او د باروتو بوی او لوګي تنفس کوي.
د یونیسف دا کارګر وايي چې دی کله کله د شپې له خوا د لاریو د تګ راتګ په غږونو راویښېږي، هغه غږونه چې د دوی د کور کړکۍ او دروازې ړچوي.
د ده په خبره، دوی فکر کوي چې که بیا چاونه وشوه.
د یونیسف د یوه راپور له مخې، په افغانستان کې روانه ناامني، بیوزلي، تاوتریخوالی او داسې نورې ناخوالې د دې سبب شوې چې د دې هېواد میلیونه ماشومان، له خپلو حقونو بې برخې شي.
د یونیسف یا له ماشومانو سره د ملګروملتو د مرستې د صندق د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو او روغتیایي خدماتو لېرې پاتې او لسګونه زره ېې د اقتصادي ستونزو له امله په شاقه کارونو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لسګونه زره ماشومان خلکو ته د سوال لاس غځوي، سپیلني دودوي او یا هم له چاسره په ډېرې کمی تنخوا کړۍ ورځ مزدوري کوي.
په جګړه ځپلي یمن کې بیا د یونيسف ادارې کارکوونکي وايي چې یو شمېر واړه ماشومان د چاودنې او راکټ د غږ له وېرې ځان نه شي کنټرولولی، له وېرې په ساعتونو ساعتونه رېږدي او ویښ پاتې کېږي.
د دوی په وینا، په شپه کې د دغو ماشومانو ژړا او چغې اورېدل کېږي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې یمن د خوراکي موادو د کمښت په برخه کې د ماشومانو لپاره یو بې وزله هېواد ښودل شوی، ځکه به دغه جګړه ځپلي هېواد کې تر اتو ميلیونو پورې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د سعودي عربستان به مشرۍ د عربو د سني هېوادونو ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د یمن په جګړه کې مداخله وکړه.
دغه ائتلاف هڅه کوي چې د یمن حکومت چې د نړيوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی، په ټول یمن حاکمیت کړي.
هغه حکومت چې د ۲۰۱۴ کال په ورستیو کې د وسله والو شیعه حوثیانو له خوا له فشارونو سره مخ شو.
حوثیان د ایرانیانو ملاتړ له ځانه سره لري.