د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

یونسف: ۲۰۱۴د ماشومانو لپاره یو بد کال و


د ملګروملتوسازمان په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان څلویښت په سلو کې ماشومان، د خوارځواکۍ له خطرسره مخ دي.

راپورداهم وایي چې دوه زره څوارلسم میلادي کال د افغان ماشومانو لپاره یوبد کال و.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان دا راپور تاییدوي او وايي چې په هېواد کې روانه ناامني د دې سبب شوې چې افغان ماشومان له خپلوحقونو بې برخې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، که څه هم د شته ستونزو کمولو ته اقدامات شوی خو کافي نه دي.

یونیسف یا د ماشومانو سره د ملګروملتونو د مرستې صندق په خپل یوتازه راپور کې ویلي چې، دوه زره څوارلسم میلادي کال د افغان ماشومانو لپاره یو بد کال و.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې روانه ناامني، بیوزلي، تاوتریخوالی او داسې نورې ناخوالې د دې سبب شوې چې د دې هېواد په میلیونو ماشومان، له خپلو حقونو بې برخې شي.

په افغانستان کې د یونیسف د ادارې ویاند عزیز فروتن د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، دغه ماشومان چې راتلونکې ورته په تمه ده، اوسمهال له ځوروونکو شرايطو سره مخ دي:

″دوه زره څوارلسم میلادي کال په ټوله نړۍ کې او په تیره په هغو هېوادونو کې چې جنګونه په کې روان دي، ښه کال نه و، افغانستان په نړېواله کچه او په ملي کچه افغان ماشومانو لپاره ځوروونکې کال و.″

د یونیسف یا له ماشومانو سره د ملګروملتو د مرستې د صندق په راپور کې دا هم راغلی چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو او روغتیایي خدماتو لیرې پاتې او په لسګونو زره ېې د اقتصادي ستونزو له امله په شاقه کارونو بوخت دي.

دا راپورپه داسې حال کې خپریږي چې په افغانستان کې په لسګونو زره ماشومان خلکو ته د سوال لاس غځوي، سپیلني دودوي او یا هم له چاسره په ډیرې کمی تنخوا کړۍ ورځ مزدوري کوي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون سره له دې چې د افغان ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتو د سازمان راپور تاییدوي وايي چې، د دوی څیړنې هم ښيي چې د دې ماشومانو په ژوند کې ښه والی نه دی راغلی.

د دې کمیسیون ویاند رفیع اله بیدار ازادۍ رادیوته وویل:

″په دې کال کې د افغان ماشومانو وضعیت له څو اړخونو څخه د اندیښنې وړ، و

په جنګ کې تلف شول، ډیر ېي له واکسیونونو پاتې شول، په شاقه کارونو بوخت شول او په ګدایئ لاس پورې کړ.

دغو ناخوالو ته په کتو سره ویلي شو چې دا کال له ماشومانو لپاره ښه کال نه و.″

د دې کمیسیون چارواکي دا هم وایي، د افغان ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته د مسوولو دولتي ادارو له خوا تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، که څه هم د دې ستونزې کمولو ته یو لړاقدامات شوی خو څرنګه چې د دې ستونزو عمده لامل د خلکو بیکاري، بیوزلي او ناامني ده، په لږه موده کې نه شي کېدای چې د هېواد ماشومان دې له دې ستونزو ووځي.

په دې هکله راپورونه دا هم وايي چې، دمګړۍ په ځینو ولایتونو کې په سلګونو ماشومانو د خښتو په بټیو کې له خپلو مشرانو سره یوځای، خښتی اچوي. حال دا چې دا کار د یوه ماشوم له توانه پورته دی.

کارپوهان وايي، دولت ته پکار ده چې د دې ستونزې کمولو ته پراخې پروژې تنظیم او پر خپلو تدابیرو سربیره د نړېوالې ټولنې مرستې را جلب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG