د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۹

د پاکستان صدراعظم نن د تورخم پوله ۲۴ ساعته پرانېزي

عمران خان د روان میلادي کال به جنورۍ کې امر کړی و چې د شپږو میاشتو په موده کې د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانستې ته لاره هواره کړي.
عمران خان د روان میلادي کال به جنورۍ کې امر کړی و چې د شپږو میاشتو په موده کې د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانستې ته لاره هواره کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن چهارشنبه تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کې به په رسمي ډول ددغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړي.

که څه هم په پام کې وه چې عمران خان څلور ورځې وړاندې (سپټمبر ۱۴مه) تورخم ته لاړ شي، خو د راپوورنو له مخې نوموړي د ځینو بوختیاوو له امله دا سفر وځنډوه.

تورخم ته د پاکستان د صدراعظم د سفر پر مهال به له هغه سره د خیبر پښتونخوا ایالت جګپوړي چارواکي هم وي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې عمران خان به اعلان وکړي چې د تورخم پوله به له افغانستان سره د تګ راتګ پرمخ ۲۴ ساعته پرانستې وي.

ښاغلی خان د تورخم په اړه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو او په تېره بیا پاکستاني سوداګر یې اغېزمن کړي.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو مهمه لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو مهمه لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې عمران خان دا پریکړه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدا او د خلکو ترمنځ د دوستۍ پیاوړي کېدو لپاره کړې ده.

خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر محمود خان د صدراعظم عمران خان تر سفر یو ورځ مخکې د نیول شویو تدابیرو د ارزولو لپاره تورخم ته تللی و.

بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي په تورخم کې د ځانګړو مراسمو د ترسره کېدو خبر ورکړی، خو په دغه مراسمو کې یې د ننګرهار د چارواکو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې عمران خان د روان کال په پیل کې اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال اعلان وکړ چې ډېر ژر به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د تورخم پوله ۲۴ساعته فعاله کړي.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو ستره لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او همداشان سلګونه باروړونکي موټر سوداګریز توکي لېږدوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG