د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د انتخاباتو کمېسیون: په ځينو نا امنو سیمو کې به انتخاباتي مرکزونه تړلي وي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ویلي، په ځينو سیمو کې به چې امنیتي وضعیت ډېر بد دی، انتخاباتي مرکزونه تړلي پاتې شي.

تېرکال غزني په بشپړ ډول د ولسي جرګې له ټاکنو پاتې شو.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند وویل چې دا وار به هېڅ ولایت بشپړ له انتخاباتو نه پاتې کېږي.

د کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون د سپټمبر په دیارلسمه ازادي راډیو ته وویل: هغه ولایتونه چې امنیتي وضعیت یې ښه نه دی، مثلاً په کندز، تخار، ارزګان، نیمروز او فراه کې به ځیني مرکزونه تړلي پاتې شي، موږ نه غواړو چې د خلکو او خپلو کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړو.

ابراهیمي ټینګار وکړ چې د مناسبو انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دي او غواړي داسې کار وکړي چې پر دې ډموکراتیکه پروسه د ولس باور ټینګ کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ۵۳۷۳ انتخاباتي مرکزونه تثبیت کړي دي.

خو د کمېسيون ویاند د کورنیو چارو وزارت په حواله وویل چې لږترلږه ۴۳۱ مرکزونه ښايي تړلي پاتې شي، په دې ډول به په ۴۹۴۲ مرکزونو کې ټاکنې وي.

عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې په تر تهدید لاندې سیمو کې یې هم د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول تخنیکي مواد برابر کړي او که د کورنیو چارو وزارت له لوري ډاډ ورکړ شي، دوی کار کولی شي.

هر انتخاباتي مرکز ته په بایومټریک سېستم د رأیې ورکوونکو د معلوماتو د ثبت دوه ماشینونه استول کېږي چې له یوه به استفاده کېږي او بل به د احتیاط لپاره ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نږدې ۱۷ زره نوې بایومټریک دستګاوې رانیولي چې د پخوانیو ۲۲ زره سره ‌يې شمېر ۳۹ زره دستګاوو ته رسېږي.

د یادولو وړ ده چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په دغو دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رأیې اچونې په ورځ د بایومټریک د یو شمېر دستګاوو کار نه‌ کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأیې اچونې په ورځ ‌يې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دامهال ډاډ ورکوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغو دستګاوو ستونزه هواره شوې ده.

د ټاکنو دخپلواک کمېسيون ویاند زیاته کړه چې د ۴۰ او ۴۵ زره ترمنځ کارکوونکي یې روزلي چې کولل شي د بایومټریک معلوماتو د ثبت له ځانګړو ماشینونو کار واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.

خو نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، خپل نومونه ثبت کړي دي.

په دې کې ۳ ميلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون، څو اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې هغه ښځې به چې نه غواړي عکس یې واخیستل شي، د رأيې کارت نشي اخیستلی.

د کمېسيون ویاند وویل چې په مخکنیو ټاکنو کې د رأیې د کارت لپاره د ښځو عکس اجباري نه و، له دې امله د ښځو په نوم خیالي رأیې اچول شوې وې او درغلۍ ته لاره برابره شوې وه.

عبدالعزیز ابراهمي وویل چې دا وار د ټاکنو د شفافیت او د درغلۍ د مخنیوي لپاره ښځو ته اعلان وشو چې د رأیې کارت د ترلاسه کولو لپاره به عکس اخلي.

د ابراهیمي په وینا، د افغانستان ۲۶ ولایتونو ته ټول حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد چې د رأیو پاڼې، د بایومټریک معلوماتو د ثبت ماشینونه، د ګوتو رنګ او قرطاسیه په کې شاملېږي، استول شوي دي.

خو مشرقي ولایتونو او کاپيسا، پروان او پنجشېر ته به هم په راتلونکو درېیو ورځو کې ټول مواد ور ورسېږي.

تر دې وړاندې يو شمېر ګوندونو او څارونکو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې که دغه مواد په ولایتي دفترونو کې خوندي نه وي، نو پراخو انتخاباتي درغلیو ته به لار هواره شي.

د انتخاباتو حساس مواد

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا ویاندې سمیرا رسا د وږي د میاشتې په ۲۳مه ویلي وو چې اوسمهال په دې اړه هېڅ ډول تضمین نه لېدل کېږي.

دې وویل: دا چې دغه مواد په ولایتي دفترونو کې د کومو کسانو له خوا ساتل کېږي، څومره خوندي او څنګه لېږل کېږي، ورته اندېښمن یوو، موږ وېره لرو چې د تېر په څېر يو ځل بیا د پراخو درغلیو شاهدان ونه اوسو، د سیمه ییز زورواکو مداخلې بله موضوع ده چې موږ ورته په اندېښه کې یوو، د دغه بهیر خوندیتوب موږ ته مهم دی، دوی باید ځواب ورکوونکي وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې ۷۲ زره امنیتي ځواکونه یې د دغه بهیر د امنیت د ټينګښت لپاره ګمارلي دي.

د افغانستان ټولو ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو موادو د رسولو بهیر به د میزان تر پنځمې نېټې روان وي.

ابراهیمي وویل، د موادو د انتقال لپاره د انتخاباتو تر شپې وخت لري.

XS
SM
MD
LG