د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

هند او بنګله دېش د اسیا د ۱۹ کلنو د کرکټ سیالیو پایلوبې ته ووتل


د افغانستان او سریلانکا تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د اسیا د کرکټ جام سیالیو له پایلوبې پاتې شوې.

ټاکل شوې چې د دغو سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ او دوهمه نیمه پایلوبه د سریلانکا او هندوستان ترمنځ شوې وای چې د باران له امله دواړه لوبې ونشوې.

د دواړو لوبو د نه ترسره کېدو په صورت کې د دغو لوبو ترسره کوونکي پلاوي د ګروپي سیالیو له مخې پرېکړه وکړه چې له مخې یې بنګله دېش او هندوستان پایلوبې ته وتل.

ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د شنبې په ورځ د هند او بنګله دېش ترمنځ په سریلانکا کې وشي.

XS
SM
MD
LG