د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

کورنیو چارو وزارت: که د طالب ضد عملیات ۲میاشتې نور هم همداسې وي، نو د جګړې توان بایلي


افغان سرتېري
افغان سرتېري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې طالبانو ته هومره تلفات اوښتي چې په تېرو څو کلونو کې یې نه وو لیدلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که د وسله والو طالبانو پرضد روان پوځي عملیات دوه میاشتې نور دوام وکړي، دا ډله به نور له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د وژل شویو وسله والو د شمېرې یادونه ونه کړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو چې په افغانستان کې د لسو ورځو جګړو په ترڅ کې له زرو زیات طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني

په همدې حال کې افغان چارواکي د هېواد لږترلږه په لسو ولایتونو کې د نښتو خبر ورکوي.

د دوی په وینا، تر ټولو درنې جګړې په بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونو کې شوي چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو طالبان تر سخت فشار لاندې نیولي.

چارواکو په دې وروستیو کې په بدخشان ولایت کې د جګړې په ډګر کې هغه مهال د پرمختګ خبر ورکړ چې د دې ولایت وردوج، یمګان او کران و منجان ولسوالۍ یې بېرته ونیولې، خو په عین حال کې طالبانو هم په دې وروستیو کې د تخار ولایت ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ نیولي.

روېټرز خبري اژانس د امریکا د یوه جګپوړي پوځي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی، خبر ورکوي چې وايي، د امریکا پوځ ښايي د طالبانو د زیاتېدونکو حملو په ځواب کې په افغانستان کې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه کړې چې طالبان به د پخوا په پرتله زیات وځپي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر د یوولسمې د ترورېستي حملو په مناسبت په خپله وینا کې په دې اړه څرګندونې کولې او زیاته کړې ده: موږ د ۴ ورځو په ترڅ کې دښمن تر پخوا کلک وځاپه او ځپلو ته به یې دوام ورکړو او که په هر مقصد زموږ هېواد ته راشي، په هرځای کې چې وي، پسې وربه شو او پرضد به یې له داسې ځواکه کار واخلو چې متحدایالاتو هېڅ کله نه دی کارولی، زه لا د اټمي ځواک خبره نه کوم.

په افغانستان کې د تشدد څپې وروسته له هغه زور واخیست چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې له خونړۍ چاودنې وروسته د طالبانو له مشرانو سره پلان شوې کتنه هم فسخه کړه.

د شش درک په چاودنه کې پر یوه امریکايي او یوه رومانیايي سرتېري سربېره لس ملکی افغانان ووژل شول.

ولسمشر ټرمپ د سنبلې په اولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل، که طالبان د سولې د ډېرو مهمو خبرو په جریان کې پر یوه اوربند موافقه نشي کولی او بېګناه وګړي وژني، نو د سولې د یوې مهمې موافقې په اړه هم ښايي د خبرو صلاحیت ونه لري.

طالبانو یې په ځواب کې ویلي چې د ټرمپ اقدام به د لا زیاتو امریکایانو د مړینې باعث شي.

امریکايي چارواکو په تېرو لسو میاشتو کې له طالبانو سره په نهو پړاوونو کې خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ژمنه کړې چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي او امریکايي سرتېري به هېواد ته ستنوي.

په دې جګړه کې شااوخوا ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي.

اوس مهال د ۱۴ زرو په شااوخوا کې امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG