"له قطر سره لوبه سخته وه ، هیله لرو بنګله دیش وګټو"
دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د بنګله دیش په وړاندي سیالي کوي. دا لوبه په تاجکستان کې ترسره کیږي . دا د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال د آسیایې جام ته د رسیدو لپاره د افغانستان دوهمه لوبه ده . په لومړۍ لوبه کې چې تیره اونۍ وشوه ، افغانستان له قطر سره لوبه ۰-۶ په وړاندي ماته وخوړه.