د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو د کمولو په برخه کې د ایران یو بل ګام


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

ایراني چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو د کمولو په برخه کې یې یو بل ګام پورته کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران حکومت نن جمعه وویل چې دا هېواد به هم د امریکا له خوا د بندیزونو د بیا لګولو په ځواب کې د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د اټمي موافقې له مخې په خپلو ژمنو کې کموالی راولي.

د ایران د محصلینو خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عباس موسوي له قوله لیکي چې وايي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګریني ته یو لیک استولی او په هغه کې یې اعلان کړی چې تهران د اټمي انرژۍ د تحقیق او تولید په ځانګړو برخو کې پر خپلو فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه پای ته رسولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي

ایراني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د یورانیمو د غني کولو د بهیر د چټکولو لپاره به د سنټرفیوژونو پر جوړولو کار پیل کړي چې له دې یورانیمو څخه هم د انرژۍ د تولید او هم د اټمي بم د جوړولو په مقصد کار اخیستل کېدای شي، خو تهران په وار وار ویلي دي چې د اټمي بم د جوړولو نیت نه لري.

تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له مخې منلې وه چې د لوېدیځ له خوا پر دې هېواد د لګول شویو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې به د خپل اټمي پروګرام فعالیت محدودوي او په دې لړ کې به د اتو کلونو لپاره د پرمختللو سنټر فیوژونو د جوړولو بهیر هم ځنډوي.

دا سنټرفیوژونه د هغو موادو تولید چټکوي چې د اټمي بمب په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ایران له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر ایران یې هغه بندیزونه بیا ولګول چې د دې موافقې له مخې فسخه شوي وو.

د نویو اقداماتو له مخې د ایران د اومه تېلو په صادراتو کې په سلو کې اتیا کموالی راغی چې د ایران اقتصاد یې سخت زیانمن کړ.

ایران د روان کال له مې میاشتې وروسته ځوابي اقدامات پیل کړل او ګواښ یې وکړ چې که اروپايي هېوادونه د اټمي موافقې د لاسلیکوونکو په توګه خپلې ژمنې عملي نه کړي او د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د ایران د اقتصاد دفاع ونه کړي، نو خپل اټمي فعالیتونه به بیا پیل کړي.

بریتانیې او فرانسې چې د دې تړون له لاسلیکوونکو څخه دي، پر ایران غږ کړی چې د دې تړون په مخالفت کې له هرراز اقداماتو ډډه وکړي، خو د ایران دولتي ټلویزیون اعلان کړی چې د دې هېواد د اټمي انرژۍ اداره به سبا شنبه د هغو نویو اقداماتو جزیات اعلان کړي چې د ولسمشر حسن روحاني په وینا د ایران اټمي پروګرام ته به سرعت ورکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

له دې سره سره ایراني چارواکو ویلي چې غواړي د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه په خپل حال پاتې شي او ځکه یې د چهارشنبې په ورځ اروپايي ټولنې ته یو نوی دوه میاشتنی مهلت ورکړ، څو دا تړون وژغوري.

ولسمشر روحاني د چهارشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې که د اټمي موافقې اروپايي تضمینوونکي پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو د ایران اټمي پروګرام به سوله ییز او د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تر څارنې لاندې وي.

XS
SM
MD
LG