د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

کندز ولې د طالبانو لپاره لوی هدف دی؟


سربازان افغان در شهر کندز
سربازان افغان در شهر کندز

کندز ولې د طالبانو یو له لویو اهدافو څخه دی؟

طالبانو په لومړي ځل د افغانستان یو مهم ښار، کندز پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې سقوط کړ او د درېیو ورځو لپاره‌یې د دې ولایت چارې تر کنټرول لاندې ونیولې.

په لومړي سقوط کې کندزیانو ته زیات ځاني او مالي زیانونه واوښتل، په دوهم سقوط کې چې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشت وه، د کندز ولایت سوداګریز نوم ته هم ستر زیان واوښت.

د درېیم ځل لپاره، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ طالبانو یو ځل بیا پر دې ولایت خپل یرغلیز بریدونه پیل کړل او ان د ښار څو سوه مترۍ پورې یې ځانونه ورسول.

د کندز د جګړې د یوې برخې انځور (د ارشیف انځور)
د کندز د جګړې د یوې برخې انځور (د ارشیف انځور)

اوس پوښتنه دا ده چې ولې طالبان کندز له خپلو لویو اهدافو څخه ګڼي؟

د حکومت پخواني چارواکي ازادي راډيو ته وايي چې د سیمې په کچه قوي استخباراتي کړیو مداخله د دې لامل شوې چې کندز ولایت دوه ځله سقوط او د درېیم ځل لپاره سقوط ته نږدې کړي.

د دې ولایت پخوانی والي اسدالله عمرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې کندز ولایت د طالبانو لپاره ځکه مهم دی چې دغه ولایت منځنۍ اسیا هېوادونو سره ګډه سرحدي پوله لري.

ښاغلی عمرخېل زیاتوي: "۲۷۲ کیلو متره سرحد د کندز ولایت له تاجکستان او د ازبکستان له اخري نقطې سره لري، استتخباراتي کړۍ هم په کندز ولایت کې پراخ نفوذ لري، حتی تر دې چې روسان دوه ځله د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته راغلل او له طالبانو سره‌یې وکتل او د داعش سره مبارزه‌یې د دغو لیدنو پلمه وګڼله."

د کندز پخوانی والي اسدالله عمرخېل له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال (د ارشیف انځور)
د کندز پخوانی والي اسدالله عمرخېل له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال (د ارشیف انځور)

ښاغلی عمرخېل وايي دې ولایت ته د مرکزي حکومت نه‌پاملرنه د امنیت په برخه کې هغه بل مورد دی چې دې ولایت کې یې قوي جګړې ته زمینه برابره کړې.

په دې برخه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند ازادي راډیو ته وویل، د سیمې هېوادونو پراخ استخباراتي شتون، د کندز په سقوطونو کې رول لرلی شي.

ښاغلی یارمند وايي: "د پنځه کلونو راهیسې دغې وسله‌والې ډلې په کندز کې زیات پټنځایونه جوړ کړل او په دې زماني وخت کې یې د خلکو پر اذهانو هم زیات تأثیر پرېښودلی، په دومره وخت کې طالبانو او [ای اېس ای] جنرالانو په کندز کې زیات کار وکړ چې داسې جګړو ته زمینه برابره کړي چې بالاخره د دې نا امنیو لړۍ تخار او بدخشان ته هم ورسېدله."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند

ښاغلی یارمند وايي، د کندز د جګړې د کابو کولو لپاره مدیریتي ضعف هم هغه ټکی دی چې باید پرې غور وشي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت مني چې د سیمه‌ییزو هېوادونو استخبارات او د کندز ولایت جغرافیوي موقعیت په دې ولایت کې د زیاتې جګړې مهم دلیلونه دي، خو د دې ولایت د امنیت ټینګښت لپاره د جدي اقداماتو خبره کوي.

د دې وزارت مرسیتال ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "کندز ولایت د جغرافیوي موقعیت له اړخه زیات زیانمن شوی او بله خبره دا چې د ټولو ولسوالیو لارې د کندز ښار ته مستقیمه دي، هر څوک په اسانۍ سره کولای شي د ښار منځ ته ځان راورسوي، خو د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه د کندز امنیت لپاره قوي برنامې لري او کندز به بیا سقوط نه‌شي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند

هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې د طالبانو نظر هم راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د طالبانو له لوري په تېرو کلونو کې یوازې کندز نه‌دی چې سقوط کېږي له دې وړاندې تېر کال طالبانو هڅه وکړه چې د هېواد یو شمېر ولایتونو له سقوط سره مخامخ کړي چې غزني ولایت‌یې یو بېلګه وه.

XS
SM
MD
LG