د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

ځایي چارواکي: لاهم د کندز د ښار په نږدې څنډو کې خال خال جګړه دوام لري


د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز ښار په نږدې شااوخوا څنډو کې د وسله والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري.

د کندز د سیمه ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ چې له تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو له شااوخوا نږدې سیمو پر ښار ډله ییز برید پیل کړی او لاهم د ښار په نږدې څنډو کې خال خال جګړه دوام لري.

کندزیان پر حکومت غږ کوي چې د دې ولایت روان وضعیت ته رسېدنه وکړي، تر څو بشري ناورین رامنځته نشي.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي شاه رسول په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: امنیتي چارواکي باید کوښښ وکړي څو بیاځلې کندز سقوط ونه کړي، ځکه کندز له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی او دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د خلکو په خبره چې د جګړې له کبله د اوبو رسونې او د برښنا سېستم بند شوی او دغه راز مخابراتي شبکې هم بندې شوي دي او ترڅنګ یې ښار ټول تړلی چې دې وضعیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز ښار یو تن اوسېدونکي محمد امین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: اوبه او برق نشته، وضعیت خراب دی او ټول خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، که چارواکي ډېر ژر د کندز روان وضعیت ته توجو ونکړي، ښايي کندز بیاځلي د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بل خوا د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې د افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی او دغه راز یې د ښار په مهمو سیمو کې تازه دمي ځواکونه هم ځای پرځای کړي دي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني په دې اړه وویل: امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو برید پرشا تمبولی او دغه راز د هوايي ځواکونو په برېد کې ۲۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونه طالبانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د تېرو کلونو تجربه بیاځل تکرار شي.

خو د کندز سیمه ییز چارواکي د ملکي وګړو او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او د وسلو د لاسته راوړلو ترڅنګ د ګڼو افغان ځواکونو د وژلو او نیولو ادعا کوي.

د یادونې وړ ده چې د دغې جګړې له کبله د کندز – تخار، کندز – شېرخان بندر او دغه راز د ولسوالیو لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي.

وسله وال طالبان په داسې حال کې پر کندز ښار خپل برید پیلوی چې له دې وړاندې د ولایتي شورا غړو او د دې ولایت مدنې فعالانو د ښار په نږدې څنډو کې د وسله والو طالبانو له فعال فزیکي حضور څخه اندېښنې څرګندې کړي او دغه راز له چارواکو یې غوښتي وو چې د ښار شااوخوا څنډې د دغې ډلې له وجوده پاکي کړي.

XS
SM
MD
LG