د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

پاکستان د قمر جاوېد باجوه کاري موده د ۳ کلونو لپاره وغځوله


د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

پاکستان د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه کاري موده د نورو درېیو کلونو لپاره وغځوله.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې عمران خان په یوه فرمان کې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز په توګه د جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده د درېیو کلونو لپاره وغځوله.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیې کې راغلي: جنرال قمر جاوېد باجوه د یوې بلې دورې لپاره د لوی درستیز په توګه ټاکل کېږي او دا پرېکړه د سیمې د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره شوې ده.

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف جنرال باجوه د ۲۰۱۶ کال په نوامبر کې پر دې دنده ګمارلی و چې نوې درې کلنه کاري دوره به یې د روان کال له نوامبر میاشتې پیل شي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف او جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف او جنرال قمر جاوېد باجوه

له ډېرې مودې تمه کېده چې دا کار به وشي او د پاکستان د پوځ یوه ویاند هم دا خبره تأیید کړې ده.

د پاکستان پوځ له ډېرې مودې راهیسې د دغه هېواد د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبولی دی او د دغه هېواد په ۷۲ کلن تاریخ کې یې پر سیاست او پوځي چارو حاکم دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان د افغانستان د سولې په روانو مذاکراتو کې چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ روان دي، مهم رول لوبولی دی.

د راپور له مخې، د پاکستان پوځ پر افغان طالبانو پراخ نفوذ لري او له دغې ډلې سره د افغان حکومت د سیاسي جوړجاړي په برخه کې اساسي رول لري.

سیاسي څېړونکي وایي، هر څه چې د پاکستان پوځ وغواړي، هماغه کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصر الله ستانکزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان سیاست لوی درستیز او د دغه هېواد د استخباراتو اداره ټاکي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصر الله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصر الله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: د پاکستان د پوځ لوی درستیز چې هر څوک وي، که د پاکستان سیاست او کلاسیکو ګټو ته ادامه ورکړي، د افغانستان په زیان او که مثبت فکر وکړي، ښه به وي، زما په باور د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ستراتیژي نه ده بدله شوې.

د جنرال باجوه د کاري دورې تمدید داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر لانجه په دې وروستیو کې ډېره شوې ده.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د پاکستان ډېری خلک هند د خپل هویت دښمنان بولي.

XS
SM
MD
LG