د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۹

ملي وحدت حکومت: امریکا د افغان سولې په اړه دوه جلا هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي


په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو یو پړاو.
په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو یو پړاو.

د افغانستان ملي وحدت حکومت وايي، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي، یو له طالبانو او بل له افغان حکومت سره.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي له زیاتو جزئیاتو پرته د پنجشنبې په شپه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي هوکړه‌لیک محتوا هم ترلاسه کړې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، دواړه هوکړه‌لیکونه په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو د اته پړاو خبرو پر څلورو اساسي موضوعاتو راڅرخي.

دواړه هوکړه‌لیکونه په قطر کې د اته پړاو خبرو پر څلورو اساسي موضوعاتو راڅرخي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي چارواکو او طالبانو په خپلو مذاکراتو کې د؛

  • له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو؛
  • له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي؛
  • اوربند او؛
  • د بین‌الافغاني خبرو پیل؛

په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال
د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال

ښاغلي رحیمي پر دې خبرې له ټینګار سره چې، د هغه هوکړه‌لیک متن چې امریکا به‌یې له افغانستان سره لاسلیک کړي د دواړو حکومتونو ترمنځ تبادله شوی، وايي: "د هوکړه‌لیکونو متن له وړاندې د امریکا متحده ایالاتو حکومت او افغانستان حکومت ترمنځ تبادله شوی، هدف مې هغه متن دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک کېږي او دغه‌راز د افغانستان حکومت د هغه هوکړه‌لیک په جریان کې دی چې ټاکل شوې امریکا یې له طالبانو سره لاسلیک کړي، په تفاهم او همغږۍ کارونه مخ ته ځي. موږ هیله‌مند یو چې دا هڅې نتیجه ورکړي او زموږ ملت او خلک سولې ته چې د حکومت او خلکو جدي غوښتنه ده، ورسېږي."

ښاغلي غني د اختر په درېیمه ورځ سه شنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۲» چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې د امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکي کوله وویل له ناټو او امریکا سره نوې هوکړې ته اړتیا نه‌شته.

ښاغلي غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په راتلونکي به هېڅ ډول معامله نه‌کېږي.

ده وویل: "زما ژمنه دا ده چې د امنیتي او دفاعي قواو په راتلونکي باندې به هېڅ ډول معامله نه‌کېږي، هغه پرېکړه‌لیک چې په‌کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصون نه‌وي د منلو نه‌ده."

وړاندې له دې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو پایلې د نورو پړاونو خلاف تر اوسه له افغان حکومت سره نه‌دې شریکې شوي.

ښاغلي صدیقي ویلي دي، دوی هیله لري چې د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي هوکړه‌لیک متن ډېر ژر له افغان حکومت سره شریک شي.

تر اوسه د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د نوي احتمالي هوکړه‌لیک د څرنګوالي په اړه چې چېرته او کله به لاسلیک شي جزئیات نه‌شته.

امریکا او ناټو د افغانستان له ملي وحدت حکومت سره امنیتي او دفاعي تړونونه لري چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو حضور قانوني کوي.

ازادي راډیو د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د دغو څرګندونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تبصرې غوښتونکې شوه، خو د دغه راپور تر چمتو کولو یې ځواب ترلاسه نه‌کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هیله ښودلې چې د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي.

پامپیو د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته هیله‌مند دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG