د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د کورنیو چارو وزارت: بریدونه نشي کولی چې د ولسمشریزو انتخاباتو مخه ونیسي


د کابل د تېرې ورځې د برید یو انځور
د کابل د تېرې ورځې د برید یو انځور

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې تر خونړي برید وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې دا ډول بریدونه نشي کولی چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو مخه ونیسي.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې خونړۍ امنیتي پېښې هغه څه دي چې خلک یې د دې ډموکراتیکې پروسې په اړه اندېښمن کړي دي.

یوه له دغو پېښو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه چې نږدې ۱۶۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول پېښې به واقعاً د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کېدو اغېز وکړي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه د دې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي او پروګرامونه ورته لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

​ده وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان داسې بریدونه ترسره کولی شي، خو د لویې تاریخي او ډموکراتیکي پروسې مخه نه شي نیولی، موږ تاسو، د افغانستان خلکو، کاندیدانو او د انتخاباتو کمېسیون ته ډاډ ورکوو چې امنیتي سرتېري به له ټولو امکاناتو په استفادې د دې پروسې امنیت ونیسي.

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې تر برید وروسته ارګ او سپیدار ماڼۍ دواړو د اعلامیو په خپرولو سره دا برید په کلکه وغانده.

د ارګ په اعلامیې کې دا حمله د سولې د روانو خبرو پر مهال د طالبانو له خوا د امتیاز اخيستلو یوه هڅه بلل شوې، خو د اجرائیه ریاست اعلامیه وایي، دا هڅه د انتخاباتو د پروسې د ګډوډۍ لپاره شوې ده.

د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ماښام د انتخاباتو د پروسې او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه په یوې امنیتي غونډه کې په ارګ کې له اړوندو مسؤلینو سره وکتل.

ارګ په یوې اعلامیې کې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې د پلازمېنې کابل امنیت ډېر مهم دی او باید د خلکو اندېښنې رفعه شي.

ښاغلي غني دغه راز امنیتي سکټورونو ته سپارښتنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې په کابل او ټول هېواد کې امنیتي تدابیر دقیق او جدي کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې شااوخوا ۷۲ زره امنیتي پروسونل په ټول افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت لپاره توظیف شوي.

وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د انتخاباتو په تړاو هره غونډه به په نښه کړي او له خلکو یې غوښتي وو چې له دې ډول غونډو لېرې وګرځي.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمهوري ریاست انتخابات یوه تېر ایستونکې پروسه بللې ده او ګواښ یې کړی چې دوی به یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي.

افغان ولسمشر د طالبانو ګواښ ته داسې غبرګون وښود: طالبانو یوه اعلامیه ورکړې چې پر انتخاباتي جلسو به حملې کوي، تر دې مخکې مو هم وار وار دا ګواښونه کړي او په پارلماني انتخاباتو کې مو راکټونه وویشتل، د افغانستان ولس باید وپېژنۍ چې هغوی زور ته نه تسلیمېږي، که د افغانستان ولس ته ووایئ چې دا کار مه کوه ځکه په زوره یې درباندي کوو، هماغه کار کوو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم تر دې وړاندې د دې پروسې د ترسره کېدو پر وړاندې یوازنۍ لویه ننګونه امنیتي ستونزې بللي او وایي چې وخت په وخت له امنیتي ارګانونو سره پر دې بحثونه کوي.

XS
SM
MD
LG