د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

ډونالد ټرمپ په ټکزاس او اوهایو کې پر خلکو وروستي بریدونه شیطاني کړنې بللي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټکزاس او اوهایو کې د خلکو په مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او بریدونه یې شیطاني کړنې بللي دي.

په اوهایو او ټکزاس کې د ۲۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا دواړه پېښې شیطاني کړنې بللي او امر یې کړی چې په ټولو فدرال ادارو کې د امریکا بیرغونه تر پنجشنبې راښکته شي.

هغه دا خبره په ټوېټ کې لیکلې ده.

ټرمپ ویلي چې دی او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ د ټولو هغو خلکو لپاره چې د ده په خبره له دې شیطاني او نه مننونکي کاره زیانمن شوي، دعاوې کوي.

ټرمپ په یوه مخکني ټوېټ کې ویلي وو چې (اېف. بي. ای) ایالتي او سیمه ییز پولیس په د ټکزاس په ایل پاسو او د اوهایو په ډیټون کې همکاري کوي او پولیسو پېښو ته د رسیده ګۍ په برخه کې بيړني ګامونه اخیستي دي.

د اوهایو په ډېټون کې د یکشنبې په ورځ یوه وسله وال بریدګر د خپلې خور په شمول نهه کسان په ډزو ووژل او ۲۶ تنه نور یې ژوبل کړل.

د ډېټون د پولیسو یوه مسؤل مټ کارپر د بریدګر او پېښې په اړه وویل: بریدګر ۲۴ کلن کانر بېټس و، یو سپین پوستی و، د ډزو په پایله کې ټول نهه وژل شوي کسان د اوریګن ناحیې په پنځم سړک کې وو.

د ډېټون تر بریدونو ۱۳ ساعته مخکې د شپې په شااوخوا یوه بجه د ټکزاس په ایل پاسو کې هم یوه بل بریدګر شل کسان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

برید د ایل پاسو په یوه لوی پلورنځي کې وشو.

د ایل پاسو ښار ۶۸۰ زره نفوس لري چې د تکزاس ایالت په لوېدیځ کې د مکسیکو پر پوله پروت دی او د هسپانوي ژبو امریکایانو یو لوی شمېر په دې ښار کې ژوند کوي.

یوه ۲۱ کلن ځوان پتریک کروسیس تر دې پېښې وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړی او بندي دی.

یو داسې سند چې ویل کېږي کروسیس په انټرنټ خپور کړی و، له توکمپاله او نشنلستو څرګندونو ډک ښکاري.

په دې سند کې ویل شوي چې دا برید د هسپانوي توکمو له خوا د تکزاس د اشغال په ځواب کې شوی.

د تکزاس والي ګریک اباټ ایل پاسو سیمې ته تللی و او په دې اړه خبریالانو ته غږېده او ویل یې: موږ د ټکزاس د یووالي لپاره ژمن یوو او هر هغه څه چې په وس مو پوره وي، د دې پېښې له قربانیانو سره یې مرسته کوو، له هغو خلکو هم مننه کوو چې لومړني ګامونه یې اخیستي، که څه هم برید ډېر لوی و، خو هغوی وتوانېدل چې د بریدګر له خوا د ډېرو خلکو د زیانمنېدو مخه ونیسي.

د مکسیکو جمهور رئیس اندریس مانوئل په خپله ټوېټرپاڼه ویلي چې د پېښې په اړه خواشینی دی او مکسیکویان هم په قربانیانو کې شامل دي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم پرون دا بریدونه وغندل او د واټیکان په سینټ پیټر میدان کې یې د دعا مراسم نیولي وو.

په امریکا کې دا پېښې بې سابقې نه دي.

له دې مخکې هم څو واره په خلکو باندې وسله وال بریدونه شوي.

تر دغو بریدونو وروسته د وسلو د پلور او پېر د ازادۍ قانون جدي اندېښنې پارولي، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ کوم اقدام نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG