د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د استوګنې د کورونو په منځ کې د پوځي او سیاسي تاسیساتو له موجودیته اندېښنه


ارشیف، افغان سرتېري
ارشیف، افغان سرتېري

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې د کورونو په منځ کې د پوځي او سیاسي تاسیساتو له موجودیته اندېښنه لري.

د استوګنې هغه کور چې پر یو سیاسي دفتر د حملې له امله تخریب شوی دی.

د استوګنې د دغه کور شیشې په بشپړ ډول له منځه تللې او دیوالونه يې د دغه چاودنې له امله زیانمن شوي دي.

په کابل کې د شهید څلور لاري ته څېرمه د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د دفتر ترڅنګ د یوه کور مالک احمد خالد وايي چې پر دغه دفتر د حملې له امله يې کور زیات زیان لیدلی دی.

په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر د برید یو انځور
په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر د برید یو انځور

دی وایي: کله يې چې راته له کوره زنګ وواهه، د شور او ډزو اوازونه راتلل، کله چې کور ته ورسېدم، زموږ د کورنۍ دوه درې غړي ټپيان شوي وو، زموږ د کور د کړکیو شیشې ماتې شوې وې، مرمۍ زموږ د کور په دېوالونو لګېدلې وي او وضعبت ډېر خراب وو."

ښاغلي خالد هیله لري چې پوځي او سیاسي دفترونه د استوګنې له کورونو لېرې سیمو ته انتقال شي.

په وروستۍ حمله کې چې د نامعلومو وسله والو له لوري د زرغون بهیر په دفتر وشوه، د دې بهیر د غړو ترڅنګ په کې د دې دفتر شااوخوا اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

همداشان په دې حمله کې نږدې نورو کورونو ته هم زیان ورسېده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم له حکومته غواړي چې پوځي او سیاسي دفترونه د استوګنې له کورونو لېرې انتقال کړي.

د دې شورا غړی الله ګل مجاهد وایي: دوی خپله د سیمنټي دېوالونو تر شاه ژوند کوي، خو ولسي وګړي وژل کېږي، زما هیله له حکومت او امنیتي ارګانونو دا ده چې د استوګنې د کورونو په منځ کې دفترونه ونه نیسي.

خو د دغې اندېښنې په اړه د امنیتي ارګانونو ځواب څه دی؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل: که چېرې د هغوی هدف د پوځیانو، پولیسو، د استخباراتو او یا کشف وي، نو موږ کولای شول چې دا برخې مو د استوګنو له کورونو لېرې انتقال کړې وای، خو ښکاره ده چې د مخالفینو هدف د ملکي وګړو په نښه کول دي.

د کابل په بېلابېلو سیمو کې زیات شمېر پوځي او سیاسي دفترونه د استوګنې د کورونو ترمنځ موقعیت لري او کله چې هم په دې دفترونه حملې کېږي، ملکي وګړو ته هم په کې زیان رسېږي.

XS
SM
MD
LG