د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: په کمپایني غونډو کې انتخاباتي سرغړونې شوي


د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپایني غونډو کې انتخاباتي سرغړونې شوي دي.

په انتخاباتي کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستنه هغه څه چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاین له رسمي پیل وړاندې يې په اړه اندېښنې موجود وې، خو نن چې د انتخاباتي مبارزو درېیمه ورځ ده، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ځینو کمپایني غونډو کې له اصولو او کړنلارو سرغړونې شوي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال قطب الدین رویدار وايي، په ځینو کمپاینې غونډو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون او له دولتي امکاناتو ګټه اخیستنه هغه څه دي چې دوی يې په اړه څېړنه کوي.

ده وویل: موږ او تاسې ولیدل چې په یو شمېر غونډو کې ځیني لوړ پوړي حکومتي چارواکي ولیدل شول او دا له قانون او لوایحو ښکاره سرغړونه ده، له موږ سره نوماندانو ژمنې کړي چې خپل ټول تبلیغات به د قانون او کړنلارو په رڼا کې کوي، موږ هم اصول او کړنلارې له دوی سره شریکې کړي دي، خو له بده مرغه موږ سرغړونې ولیدلې او دا به موږ څېړو.

ښاغلی رویدار وايي، د دوی موندونې ښيي چې یو شمېر دولتي لوړ پوړي او ټیټ رتبه چارواکي هم د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک او ټوېټر له لارې د ځانګړو نوماندانو په ګټه کمپاین کوي.

دی وايي، د انتخاباتي مبارزو له رسمي پیل وړاندې ټولو نوماندانو ته د کمپایني اصولو پاڼې استول شوي او که هر نوماند ترې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د انتخاباتو د قانون د ۹۸یمې مادې د ۱۳م او ۳۱م بند پر بنسټ دولتي چارواکي نشي کولی چې کوم ځانګړي نوماند ته کمپاین وکړي او دغه شان نوماندان هم له دولتي امکاناتو ګټه نه شي اخیستلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کمپاینونو له رسمي پیل وړاندې سپارښتنه کړې وه چې هېڅ نظامي او ملکي دولتي مامورین نه شي کولای چې په کمپایني غونډو کې برخه واخلي.

که څه هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیال قطب الدین رويدار د کوم ځانګړي انتخاباتي ټیم نوم نه اخلي، خو د نوماند عبدالله عبدالله په لومړۍ انتخاباتي غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ګډون او د محمد اشرف غني له لوري کمپایني غونډې ته په دولتي هلیکوپټر کې تګ راتګ هغه څه دي چې د خلکو له خوا د سرغړونو په توګه یادېږي.

خو د دولت ساز انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل چې محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه حق لري چې د ولسمشرۍ د څوکۍ له ټولو حقونو ګټه واخلي.

د افغانستان د حکومت جوړوونکي انتخاباتي ټيم ویاند رضوان مراد
د افغانستان د حکومت جوړوونکي انتخاباتي ټيم ویاند رضوان مراد

ده وویل: ټول هغه حقوق چې د یو ولسمشر په توګه يې لري، محمد اشرف غني ترې ګټه اخیستلی شي، بله خبره دا ده چې دولت جوړوونکی ټیم پوره هڅه کوي چې له دولتي امکاناتو ګټه وانه خلي، خو بیا هم که کومه برخه کې ګټه اخیستل کېږي، نو له دې امکاناتو به ټول نوماندان په یوشان ډول ګټه اخلي.

په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وايي چې د دغه ټیم په لومړۍ انتخاباتي غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ګډون د جمعیت ګوند د مشر په توګه و، نه د دولتي مامور په توګه.

دی زیاتوي: صلاح الدین رباني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر هم دی او اسلامي جمعیت ګوند د ثبات او همپالنې ټيم له اصلي ملاتړ کوونکو څخه هم دی، نو نوموړي په دې غونډه کې د اسلامي جمعیت ګوند له لوري ګډون کړی و، نه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه.

د افغانستان د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون

دا په داسې حال کې ده چې دروانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې پیل شوي دي چې د میزان تر څلورمې به روانې وي او د رأيې اچونې له پیله اته څلوېښت ساعته مخکې به پای ته ورسېږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتنه کړي چې د سرغړونو په اړه له دوی سره په رسمي ډول خپل شکایتونه ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG