د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

امریکا: د سي آی اې د غړو د نیولو په اړه د ایران څرکندونې دروغ او پروپاګند دي


د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکا ولسمشر د ایران هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې د ایران امنیتي ځواکونو د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې جاسوسان نیولي او یو شمېر یې په اعدام محکوم کړي دي.

د امریکا ولسمشر د ایران له لوري د امریکایي جاسوسانو د نیول کېدو راپورونه په بشپړ ډول رد او درواغ یې بولي.

ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره لیکلې وه او زیاته یې کړه: یوازي درواغ او پروپاګند دي، لکه د بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په څېر د مذهبي رژیم له خوا ویل کېږي چې بد رقم ناکام شوی او بل هېڅ فکر نه لري چې څه باید وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو چې د دې هېواد امنیتي ادارو ۱۷ کسان چې د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې ته د جاسوسۍ شک ورباندې کېږي، نیولي دي.

د ایراني چارواکو په خبره، د دې شبکې یو شمېر کسان په اعدام هم محکوم شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس، دغه کسان په تېر لمریز کال کې نیول شوي وو.

دغه راز ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ګواکې د سي آی اې د افسرانو دي او ادعا شوې چې هغوی په ایران کې دننه له جاسوسانو سره اړیکې درلودې.

په دې اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر پروني ټوېټ وروسته د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم پرون په یوې ټلویزیوني مرکه کې د نیول شویو کسانو په اړه شک وښود.

ښاغلي پامپیو وویل: د ایران رژیم په درواغ ویلو کې مخینه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

ولسمشر ټرمپ وړاندې ویلي وو چې کولی شي چې پر یوه اټمي تړون او نورو امنیتي مسایلو د کار کولو لپاره له ایراني مشرانو سره خبرې وکړي.

تهران بیا وایي، تر هغو چې پر ایران د امریکا بندیزونه ختم نه شي، دغه هېواد خبرو ته چمتو نه دی.

خو د دوشنبې د ورځي له څرګندونو داسې ښکارېده چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د خبرو په برخه کې له خپله دریځه لږ شاته شوی او ایران یې یو داسې هېواد بللی چې ډیرې ستونزې لري.

د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG