د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر د تهران او لندن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي


د بریتانیې د تېل وړونکې کښتۍ یو انځور
د بریتانیې د تېل وړونکې کښتۍ یو انځور

د تهران او لندن ترمنځ د دواړو لورو له خوا د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر اړیکې ترینګلې شوي دي.

ایران وایي، د نیول شوې بریتانوۍ کښتۍ ټوله ۲۳ عمله مصؤنه او روغتیایي وضعیت یې ډېر ښه دی، خو لندن د تهران له خوا د دې کښتۍ نیول کېدل غندلي او ویلي یې دي چې هغې د عمان په اوبو کې په قانوني توګه فعالیت کاوه.

د ایران د هرمزګان ولایت د بندرونو او د سمندري چارو د ادارې مشر الله مراد عفیفي پور دا خبره نن د ایران دولتي ټلویزیون ته کړې، خو په دې اړه چې دغه عمله چېرته لېږدول شوې، څه نه دي ویلي.

لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې کښتۍ نیول غندلي او هغه یې د دښمنۍ یو عمل بللی، خو تهران دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه کښتۍ یې ځکه نیولې چې د ټکر په يوه پیښه کې ښکېله وه.

په هرمز تنګي او ورڅېرمه اوبو کې وروستیو اقداماتو د ایران او لوېدیځ ترمنځ ترینګلتیا نوې لوړو ته پورته کړې چې ورسره د وسله وال کړکېچ وېره زیاته شوې او هم په نړۍ کې یې د تېلو بیې او د بېړۍ چلونې بيمې لوړې کړي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیرې پیني مورډاونټ د شنبې په ورځ د ایران له خوا د سټینا ایمپیرو په نوم د دې تیل لېږدونکې کښتۍ نیول "دښمنانه عمل" وباله او د دې هېوا د د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ بیا ویلي چې خپل ایراني سیال جواد ظریف سره یې په ټیليفوني خبرو کې هغه ته "شدیده ناهیلي" ښودلې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ظریف د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې بریتانوۍ بېړۍ چې ایران ادعا کوي نړیوال قانون یې مات کړی، باید تر خوشې کېدو مخکې له قانوني پروسې تېره شي.

د بریتانیا حکومت په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دې قضیې په اړه په لوړه کچه د بېړنۍ شورا دوه غونډې کړي.

د لومړي غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزیر هنټ وویل، تهران په "خطرناکه لاره" روان دی او په وړاندې یې د سنجول شوي خو د سخت اقدام ګواښ وکړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ

​له دوهمې غونډې وروسته هنټ وویل، بریتانیا غواړي چې ترینګلتیا راکمه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې بریتانوۍ بېړۍ نيول د نړیوال قانون سره روښانه په ټکر کې دي.

په هغه لیک چې بریتانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استولی او رسنیو یې کاپي لیدلې، ویل شوي چې د تېلو دغه کښتۍ د عمان په اوبو کې پر قانوني مسیر کې وه چې ایراني ځواکونه ورنږدې شول.

په لیک کې ویل شوي چې بریتانیا نه غواړي چې له ایران سره په تقابل کې ولوېږي خو دا د نه منلو وړ دي او هغو کښتیو ته چې په قانوني توګه د نړیوالو له خوا د په رسمیت پېژندل شویو اوبو په تنګیو کې تګ راتګ کوي، دا یو ډېر پاروونکی اقدام دی.

ایران ویلي، د تېلو دغه کښتۍ یې وروسته له هغې ونیوه چې له یوې کب نیوونکې ایرانۍ کښتۍ سره یې ټکر وکړ، هغه ادعا چې بریتانیا او د نیول شوې کښتۍ شرکت رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG