د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

يوناما په کابل کې د تېرې ورځې برید د روزنيزو تاسيساتو قصدي نښه کول بولي


په کابل کې د جمعې د ورځې د برید د ویجاړیو یو انځور
په کابل کې د جمعې د ورځې د برید د ویجاړیو یو انځور

ګڼو هېوادونو او سازمانونو په کابل کې د جمعې د ورځې حمله وغندله.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په کابل کې د جمعې د ورځې حمله په لوى لاس د روزنيزو تاسيساتو په نښه کول او يو جنګي جنايت بللى دى.

دغې ادارې په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې معلومات يې ښيي چې بريد قصداً پر کابل پوهنتون متمرکز و.

په کابل کې د تېرې جمعې د ورځې د چاودنې د ځای یو انځور
په کابل کې د تېرې جمعې د ورځې د چاودنې د ځای یو انځور

متحده عرب اماراتو هم دغه حمله په کلکه غندلې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړې چې په نړۍ کې دې امن او سوله يقيني کړي.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ تر حملې څو ساعته وروسته په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه هېواد د تاوتريخوالي، ترورېزم او افراطيت د هرې بڼې پرضد دى.

د افغانستان ګاونډي هېواد ايران هم په کابل کې د جمعې د ورځې او په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې حملې دواړه غندلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي د جمعې په ورځ په خپله اعلاميه کې دغه حملې چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب شوي، غندلي او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د جمعې د ورځې د حملې تر څنګ په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې حمله هم غندلې ده.

ښاغلي عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغو بزدلانه حملو وښوده چې طالبانو د ادعاوو برخلاف په خپل ترورېستي سوچ او تاوتريخوالي کې بدلون نه دى راوستلى.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز په کابل کې د شوې پېښې د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: د سهار شااوخوا اوه نیمې بجې کابل پوهنتون ته څېرمه چاودنه وشوه، کرولا ډوله موټر و چې یو ځانمرګى په کې ناست و، زموږ معلومات ښیي چې هدف مشخص همدا ځای نه و او احتمالاً کوم بل ځای یې د برید نیت درلود.

ښاغلي فرامرز دا ونه ویل چې د ځان وژونکي برید کوونکي هدف کوم ځای و.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دوی معلومات ښیي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دى.

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنيو ته ويلي چې د کابل په حمله کې دوى لاس نه لري.

سره له دې چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې چټکې شوي دي، خو په دغه هېواد کې ناامني ختمه شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG