د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

افغان حکومت: طالبانو خپل "ترورېستي" فکر نه دی بدل کړی


د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د چاودنې د ځای یو انځور
د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د چاودنې د ځای یو انځور

ایا د وسله والو طالبانو د حملو له دوام سره په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې نتیجه ورکولای شي؟

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون د جولاي په نولسمه په کندهار کې د وروستۍ حملې په اړه پرون په ټوېټرپاڼه کې ولیکل: د وسله والو طالبانو دا حملې د هغې ډلې د قصاوت او د تشدد د دوام څرګنده نښانه ده چې یو شمېر غړي یې په داسې خبرو کې ګډون لري چې هېڅ ځای ته نه رسېږي.

د پنجشنبې په مازیګر په کندهار کې پر امنیې قوماندانۍ په حمله کې یولس تنه ووژل شول او ۸۳ تنه زخمیان شول.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو واخیست.

د جمعې په سهار د کابل پوهنتون مخې ته چاودنه وشوه.

که څه هم د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو نه دی منلی، خو د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پر فېسبوک ولیکل چې دې حملې څرګنده کړه چې وسله والو طالبانو خپل ترورېستي فکر نه دی بدل کړی.

عبدالله عبدالله پرون د جولای په نولسمه په فېسبوک پاڼه کې ولیکل: په دوحه کې د سولې په اړه تر څو واره خبرو وروسته داسې انګېرل کېده چې هغوی (طالبان) به بدل فکر کوي، خو د عبدالله په لیکنه، د تشدد او وسله والو حملو دوام څرګنده کړه چې وسله وال طالبان په افغانستان کې پر داسې اینده چې له تشدده خالي وي، هېڅ باور نه لري.

د افغانستان حکومت د سولې لپاره هڅې څرنګه بولي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل: د حکومت تمه دا ده او د ټولو توقع دا ده چې جنګ بند شي.

صدیق صدیقي وویل چې د وسله والو طالبانو عمل او خبرې اړخ نه سره لګوي، له یوه اړخه پر ملکي تاسیساتو د حملو مسئولیت اخلي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سوله خبرې کوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ازبکستان ورځپاڼې تاشکند ټایمز چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي، د دوشنبې په ورځ په رپوټ کې ویلي وو چې سمرقند به د بین الافغاني ډیالوګ کوربه وي.

د ازبکستان د کورنیو رسنیو په حواله، د داسې خبرو دوهم دور به د اګست په میاشت کې وي.

خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان شوې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تأیید کړه چې د هغوی د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په واشنګټن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې لیکل شوي چې کاملوف او خلیلزاد د بین الافغاني ډیالوګ پر اهمیت غږېدلي دي.

په بیان کې لیکل شوي: امریکايي لوري د ازبکستان د دې هڅو ملاتړ وکړ چې غواړي د سوله ییزې سیاسي پروسې پیل ته زمینه برابره کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې دوی ته تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړ شوي، خو ویې ویل چې د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو سره د مرستې لېوالتیا لري او دا ښه خبره ده.

د جولاي په اوومه او اتمه له کابله یو غیر دولتي پلاوي په دوحه کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره کېناستل او د بین الافغاني خبرو اول دور وبلل شو.

XS
SM
MD
LG